Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

غني: د سولې په تړاو پر حکومت د منلو نه دی

ولسمشر غني له خبریالانو، د مدني ټولنې له استازو او د حکومت مشرانو سره په ناسته کې خبرداری ورکړ چې د سولې په تړاو د غیرقانوني چلند لپاره پر حکومت فشار د منلو وړ نه دی.

ولسمشر سې‎شنبې(د وري په ۱۳مه نېټه) ارګ کې زیاته کړه چې سوله قید او شرط لري او د افغانستان خلک د سولې د خبرو حدود ټاکي.

ده څرګنده کړې:« د سولې مذاکره بې قید او شرطه ده، خو سوله قید او شرط لری او د افغانستان ملت د مذاکراتو حدود ټاکي. هغه ټینګار وکړ، که چېرې فشار راوړل کېږي چې غیرقانوني چلند وکړو، دا موږ ته د منلو وړ نه ده.»

ولسمشر زیاته کړې چې حکومت د امریکا متحدو ایالتونو سره هوکړې ته رسېدلی دی، څو د سولې بهیر په تړاو د افغانستان د خلکو اندېښنو ته ځواب اوايي.

په دې اړه یې وړاندې ویلي دي:«د امریکا متحدو ایالتونو سره هوکړې ته رسېدلي یوو د افغانستان خلک چې د سولې پروسه کې په هره موضوع اندېښنه ولري، په مفصله توګه به پرې خبرې کوو.»

دی خبرداری ورکوي تر هغې چې د سولې خبرې اترې پایلې ته نه وي رسېدلي، افغان ځواکونه به د هېواد له هرې لویشت خاورې دفاع کوي:« موږ چاته تسلیمي نشو ورکولای او تر هغې چې د سولې مذاکرات پایلې ته ونه رسېږي، موږ د خپلې هر لوېشت خاورې څخه په قوت او عزت دفاع کوو.»

هغه د جګړې د مدیریت په تړاو ټینګار کوي چې اوربند رامنځته تر څو د سولې خبرو لپاره زمینه باربره شي.

په همدې حال کې اجراییه رییس، عبدالله وايي په هېواد کې د جګړې دوام هېڅوک هم نشي منلی، د هغه په وینا د سولې په تړاو به معامله ونشي، او که دا کار وشو نو یوازې نوم به یې سوله وي او په اصل کې به سوله نه وي.

مخکې له دې خلکو د تېرو ۱۸ کالو د لاسته راوړنو په تړاو اندېښنه څرګنده کړې وه او وېره یې دا وه چې که دا لاسته راوړنې د سولې د خبرو قرباني شي، نو دا سوله به پایدره نه وي.

غني هېواد کې د جګړې د دوام په تړاو وايي، زموږ ټینګار دا دی چې اوربند وشي د هراړخیزه خبرو لپاره زمینه برابره شي

شریک یي کړئ