Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

غني: د ولسمشرۍ ټاکنو تر کېدو، ولسمشر یم

ولسمشر غني وايي چې د ولسمشرۍ ټاکنو تر ترسراوي، د افغانستان ولسمشر په توګه خپلو کارونو ته دوام ورکوي او په دې لړ کې «حساس او خطرناکه» مسوولیتونه په غاړه لري.

هغه چې نن د ولسي جرګې د اولسم پړاو پرانیستغونډه کې وینا کوله، له هغو کسانو چې د هغه په وینا د اساسي قانون په کمزورتیا په لټه کې دي، یو ډول د کودتا کوونکو همکاران یاد کړل.

هغه وویل:«زه نن ولسمشرۍ ټاکنو ته د نوماند په توګه نه بلکې د افغانستان د برحاله ولسمشر په توګه ستاسو په خدمت کې یم. زه په هېواد کې د رڼو ټاکنو تر ترسراوي ولسمشر یم، حساس او خطرناکه مسوولیتونه په غاړه لرم.»

ښاغلي غني زیاته کړه:«دا ملت به دښمن ته سر ټیټ نه کړي او ذلت به ونه مني. هغوی چې د شک- ابهام او بدګومانۍ له خپرولو سره زموږ د ملي وثیقې یعنې اساسي قانون د کمزورتیا په لټه کې دي کودتا کوونکو ته لنډ دي خو له نرمې کړنې سره. جمهوري نظام به دوام وکړي او دا ملت د عزت لایق دی نه د سرکوزۍ. شلېدل او هر ځل له صفر څخه پیلول ذلت او خواري او دښمن ته سرکوزۍ دی.» 

ښاغلی غني دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د هغه کاري پېر د روان کال د غبرګولي په لومړۍ (له ۲۵ ورځو په کمه موده کې) پای ته رسېږي. له دې مخکې، ولسمشرۍ ټاکنو کې د ښاغلي غني ۱۱ سیالیانو، ویلي وو چې هغه دې د غبرګولي له لومړۍ نېټې وروسته له ولسمشرۍ څخه استعفا وکړي.

د اساسي قانون پر بنسټ، د ولسمشر دنده د پنځم کال د غبرګولي په لومړنۍ نېټه د ولسمشرۍ ټاکنو له ترسراوي وروسته پای ته رسېږي. د افغانستان اساسي قانون همدارنګه حکم کړی چې ولسمشریزې ټاکنې دې د ولسمشر د کار له پای ۳۰ یا هم ۶۰ ورځې مخکې ترسره شي. 

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشرۍ ټاکنې باید د روان کال د وري په ۳۱ مه باید ترسره شوې وای، خو اوس ټاکل شوې چې دا ټاکنې د روان کال د تلې په شپږمه نېټه ترسره شي - یعنې له پنځه میاشتني ځنډ سره.
له دې مخکې سترې محکمې پرېکړه کړې وه چې ولسمشر غني دې د ولسمشرۍ ټاکنو تر ترسراوي، خپل کار ته دوام ورکړي.

ولسمشر د خپلو ویناوو په بله برخه کې، له طالبانو سره د سولې خبرو اترو په اړه هم خبرې وکړې هغه ټینګار وکړ چې هر ډول «معامله او مذاکره به» د پارلمان له شنه کارټ سره شونې وي.

هغه زیاته کړه چې د طالبانو  د پسرلنیو بریدونو لومړنیو څپو چې دوه اوونۍ مخکې د «الفتح» په نامه پیل شول، ناکام شوي. له دې ټولو سره هغه اعتراف کوي چې افغانستان له سترو امنیتي ستونزو سره مخ دی.

غني: د ولسمشرۍ ټاکنو تر کېدو، ولسمشر یم

ښاغلی غني دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د هغه کاري پېر د روان کال د غبرګولي په لومړۍ (له ۲۵ ورځو په کمه موده کې) پای ته رسېږي.

شریک یي کړئ