Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

غني د کابل بهیر ناسته رسمآ پرانیسته

د افغانستان ولسمشر، محمد اشرف غني نن سې‎شنبې( د غبرګولي۱۶مه) دکابل بهیر ناسته پرانیسته او په دې ناسته کې یې وویل چې افغانستان په نړۍ کې د ترهګرۍ لومړۍ کرښه کې دی.

ښاغلي غني طالبانو په نیکه اراده وویل که د سولې بهیر لېواله وي، نو دوی ته به اجازه ورکړل شي چې خپل دفتر پرانیزي، خو دا به د دوی وروستی موکه وي.

ولسمشر وویل چې افغانستان له ترهګرۍ سره مبارزه کې ژمن دی، او ترڅنګ یې له خپلو ګاونډیو هېوادونو سره د اقتصادي او سیاسي پیاوړو اړیکو غوښتونکی دی.

ده وړاندې وویل:"افغانستان د پاکستان لخوا د یوه یرغلیزې جګړې اغېزمن دی."

غني زیاته کړه، څه به پاکستان ته قناعت ورکړي دا چې یو باثباته افغانستان له دوی سره مرسته کولی شي، تر څو له موږ سره په دې برخه کې مرسته وکړي.

هغه څرګنده کړه:"زموږ ستونزه دا ده چې نه پوهېږو پاکستان څه غواړي."

دا په داسې حال کې ده چې د دوشنبې پر ورځ د کورنیو چارو وزارت وویل، د دوی لومړنۍ څیړنې ښيې په کابل کې د تېرې چهارشنبې په خونړۍ چاودنه کې په ټانکر موټر کې ځای پرځای شوي چاودیدونکی توکي له پاکستان څخه راوړل شوي دي.

دکورنیو چارو وزرات د ویاند د دفتر سرپرست، نجیب دانش ( د غبرګولي۱۵مه) وویل چې دغه توکي تر ټولو سخت اوراخستونکی چاودیدونکی مواد دي.

ښاغلي دانش زیاته کړه:«د دې پېښې اصلي طراح پاکستان دی، د تېر په څېر. خو امنیتي ډله لا هم څېړنې کوي او تر اوسه څېړنې پای‎ته نه دي رسېدلي.»

د کورنیو چارو وزارت په خبره چې دا برید د پاکستان څارګرې ادارې(آی اس آی) په مرسته د حقاني ډلې کړې چې په ترڅ کې ۱۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

ښاغلي غني د کابل په ناسته کې وویل چې په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ زیږدیزو کلونو کې ۷۵ زره کسان په افغانستان کې وژل شوي دي.

ده زیاته کړه چې تېر کال کې ۱۱ زره بهرني وسله‎وال د داعش ډلې سره د یوځای کېدو په موخه افغانستان ته راغلي دي.

د کابل بهیر په ناسته کې ۲۳ هېوادونو، اروپايي ټولنې، نړیوالو بنسټونو او ناټو ګډون کړی چې د دوو ورځو لپاره به دوام وکړي.

د دي ناستي موخه افغانستان کي د نړیوالو په مرسته د سولې راوستل دي. په دې ناسته کې د کابل بریدونو قربانیانو لپاره چوپیتیا غوره کړه.
 
غني د کابل بهیر ناسته رسمآ پرانیسته

د کابل بهیر په ناسته کې ۲۳ هېوادونو، اروپايي ټولنې، نړیوالو بنسټونو او ناټو ګډون کړی چې د دوو ورځو لپاره به دوام وکړي

شریک یي کړئ