Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

غني د کابل پېښې په تړاو د جدي څېړنو سپارښتنه کړې

 ولسمشرۍ ماڼۍ د خبرپاڼې په خپرولو سره(د سلواغې په ۲۹مه نېټه) کابل کې یوې کورنۍ د څلورو غړو د وژلو په تړاو د امنیتي بنسټونو لخوا د جدي څېړنو سپارښتنه کړې ده.

خبرپانه کې پېښه جنایت بلل شوې او د کورنیو چارو وزارت او د ملي امنیت ریاست ته یې سپارښتنه کړې، څو د پېښې عامل وپېژني او عدلي او قضايي بنسټونو ته یې وسپاري.

د خبرپاڼې له مخې ښاغلي غني زیانمنې کورنۍ سره عاجلې مرستې سپارښتنه هم کړې ده.

د کابل اوومې امنیتي حوزې سیمه کې درې ماشومان او مور یې په خپل کور کې د یوه ناپېژانده کس لخوا په تېشې ووژل شول.

 د دغو وژل شویو کسانو خپلوان وايي چې هغوی له چا سره دښمني نه لرله او همدارنګه د دغې بې رحمانه وژنې انګېزه هم څرګنده نه ده.

له دغې کورنۍ یوازې یو تن چې د دغو درې وژل شویو ماشومانو پلار دی ژوندی پاتې دی، خو هغه در دې بریده غمجن دی چې د خبرو کولو وس نه لري.

د ماشومانو ماما محمد قاسم وویل:"هر هغه څوک چې له دغو وژونکو سره مراعت وکړي او رحم پرې وکړي دوی هم په دغې وینه کې شریک دي."

هلال، جلال او دیانا هغه درې ماشومان دي چې د خپلوانو په وینا یې په تېشې سره په بې رحمانه ډول وژل شوي.

شریک یي کړئ