Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

غني روانه جګړه د قانون او خلکو پر وړاندې هغه بولي

ولسمشر غني د کابل دشت برچي په سیمه کې د چهارشنبې ماښام تر برید وروسته، تېره ورځ(جمعه د وږي۱۶مه) د کابل د لویدیځې خوا استازو سره په کتنه کې ویلي دي چې هېواد کې اوسنۍ روانه جګړه زموږ د خلکو او اساسي قانون پر وړاندې ده.

له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې ولسمشر غني د کابل د لودیځې برخې د امنیت د ټينګښت سپارښتنه کړې او زیاته کړې یې ده چې په محرم او شهید اوونۍ کې له ولسي بنسټونو سره په همغږي کې ښه پرمختګونه شوي دي.

ولسمشر غني په همدې حال کې له یادو استازو سره د لیدنه کې ویلي دي د برچي د خلکو غم د ټول افغان ملت غم دی او ټول ورنه متاثره شوي دي.

خبرپاڼه کې د ولسمشر غني له قوله لیکل شوي دي:«‎دلته باید دا وضاحت موجود وي چې د افغانستان ملي امنیت له یو سترې توطیې او ګواښ سره مخ دی او د کابل د لویدیځې خوا مسئله دغه خبره ثابتوي.»

هغه زیاته کړې:«‎اوسنی جنګ زموږ د خلکو او اساسي قانون په مقابل کې جنګ دی.»

ولسمشر غني شته امنیتي تابیاوي پوره نه بولي او سپارښتنه یې کړې ده چې یو شمېر تکیه خونو او جوماتونو ته وسلې وویشل شي.

دا په داسې حال کې د چې دشت برچي د کابل په لوېدیځ کې پرته سیمه ده چې په دې وروستیو میاشتو کې په دغه ځای کې ډېر ځانمرګي بریدونه او چاودنې شوې دي.

د پلازمېنې په دغه سیمه کې د ناامنیو زیاتوالي د دې ځای یو شمېر اوسېدونکي دې ته اړ کړي چې په خپله وسلې واخلي او د خپلو کورونو د امنیت د ټینګښت لپاره لاس په کار شي.

هغوی له حکومته غواړي چې اجازه ورکړي ترڅو دوی په خپله په دې ځای کې له مذهبي ځایونو، ولسي غونډو او ښوونیزو ځایونو ساتنه وکړي.

په دشت برچي کې د جوماتونو د ساتونکو یو تن قومندان چمن علي بهسودي وايي چې دم‎ګړۍ د دغې سیمې اوسېدونکو د جوماتونو د امنیت د ټینګښت لپاره څه باندې ۵۰۰ تنو وسله پورته کړې ده.

ولسمشر غني همداراز امنیتي بنسټونو ته سپارښتنه کړې ده تر څو د محرم او شهید اوونۍ کې کلکې امنیتي تابیاوې ونیسي

شریک یي کړئ