Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

غني: زما د کار له پیله تراوسه ۴۵ زره امنیتي ځواکونه وژل شوي

ولسمشر غني وايي چې له هغه مهاله کله چې ده ۲۰۱۴ کال کې د ولسمشر په توګه کار پیل کړ، تراوسه څه باندې ۴۵ زره افغان پوځيان له ترهګرۍ سره په مبارزه کې وژل شوي دي.

ښاغلی غنی چې د نړیوالۍ اقتصادي غونډې د ګډون لپاره سویس ته تللی، د دغې غونډې په څنګه کې په یوې مرکه کې دا موضوع مطرح کړې ده.

هغه ویلي:«څه باندې ۴۵ زره افغان امنیتي ځواکونو ځانونه قرباني کړي.... په داسې حال کې چې د بهرنیو ځواکونو د وژل شویو ځواکونو شمېر له ۷۲ تنو کم دی.»

دا په داسې حال کې ده چې هغه تېر کال په نومبر کې په یوې مرکه کې د افغان امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې شمېر ۲۷ زره تنه ښودلی وو.

د افغان ولسمشر له خوا د امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې شمېر په داسې حال کې په ډاګه کېږي چې سویس ته له تګ مخکې طالبانو په میدان وردګو ولایت کې د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو پر یوه مرکز برید کړی چې په پایله کې یې څه باندې ۳۶ زره تنه امنیتي ځواکونه وژل شوي او همدارنګه له ۵۰ تنو زیات ټپیان شوي دي.

اخوا د قطر په دوحه کې د امریکايي او طالب استازو ترمنځ د لیدنې په ترڅ کې ولسمشر غني وايي، د سوېلي اسیا لپاره د امریکا د تګلارې له مخې، په افغانستان کې د امریکايي عسکرو شتون، په وضعیت پورې تړلې مسله ده.

محمد اشرف غني ولسمشر په دې اړه وویل:«زموږ همکاري د ترهګرۍ د ګواښ په کچې پورې تړلې، که‎چېرې دا ګواښ کم وي، د عسکرو شمېر باید کم شي او باید دا ځای پرېږدي، مګر باید پوه شو چې ایا دا ګواښ له‌منځه تللی، یا هم د داعش په څېر نوې ډلې چې د ترهګرۍ څلورمه نسخه ده، منځ‌ته راغلي ده.»

ولسمشر غني د امریکايي استازو او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو ته په اشارې وايي، د سولې اصلي خبرې به هغه مهال پیل شي چې وسله‌وال طالبان له کابل سره د خبرو مېز ته کېني.

ښاغلي غني زیاته کړه:«د خلیل‌زاد دنده دا ده چې طالبان له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته حاضر کړي. په دې خبرو کې به بیا په لویو موضوعګانو، د بېلګې په ډول له افغانستان د بهرنیو عسکرو په وتو او نورو نړیوالو موضوعګانو خبرې وشي.»

ولسمشر غني وايي، وسله‌وال طالبان له نړیوالو او پېژندل شویو ترهګرو ډلو او په پاکستان کې له مافیايي ډلو سره چې پلان شوې چارې مخ‌ ته وړي اړیکې لري او د همدې پلان شویو ډلو له‌خوا یې ملاتړ کېږي.

ښاغلی غنی چې د نړیوالۍ اقتصادي غونډې د ګډون لپاره سویس ته تللی، د دغې غونډې په څنګه کې په یوې مرکه کې وايي چې د دغه د څلور کلنې دورې په اوږدو کې له ترهګرۍ سره په مبارزه کې څه باندې ۴۵ زره امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.

شریک یي کړئ