Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

غني: زموږ موخه د پولادو پر صادرونکي د هېواد بدلېدل دي

ولسمشر غني نن د «خان سټيل» د پولادو د ویلې کولو د کارخونې په پرانیستغونډه کې وویل چې په دې برخه کې پانګونه ډېره مهمه ده او د حکومت موخه په نړۍ کې د پولادو پر صادرونکي د افغانستان بدلول دي.

ښاغلي غني وویل:«زه ویاړم چې اوس موږ له لوړ کیفیت سره غوره پولاد لرو، چې زما د ماشومتوب یوه له هیلو څخه وه، لرم. زموږ موخه دا ده چې افغانستان د پولادو د واردونکو هېواد پر ځای، د فولادو د صادرونکي هېواد بدل کړو.»

ښاغلي غني وویل چې د پولادو د ویلې کولو «خان سټیل» کارخونه یو ستر ملي نوښت دی.

هغه همدارنګه وویل چې هر افغان د ملي پروګرامونو او نوښتونو د ساتلو مسوول دی.

ولسمشر زیاته کړه:«له نېکه مرغه، د روان کال په لړ کې د دغې کارخونې په واسطه څه باندې ۲۲۰ زره ټنه پولاد تولید شوي دي.»

غني همدارنګه وايي چې اوس افغانستان د دوه مېلیارده ټنه اوسپې لرونکی دی.

اخوا ولسمشر غني وویل لکه څرګنده چې پانګوال په بېلابېلو صنایعو کې پانګونه کوي، د دندیزو موکو په رامنځته کولو سره زموږ له خلکو سره مرسته کوي.

د دې سربېره ښاغلي غني له خصوصي سکټوره وغوښتل په هغه صورت که چې خصوصي سکټور ستونزه ولري او د ستونزو لپاره یې حل لاره پیدا کړي، ملي یووالی حکومت له هغوی به ملاتړ وکړي.

د دغو مراسمو په پای کې، خان سټیل د اوسپنې د ویلې کولو په برخه کې یوه بریالۍ پانګونه ده. له دې سره، اوس دغه کارخونه لومړنیو توکو ته اړتیا لري.

په ورته وخت کې، دغه کارخونه پر زړو اوسپنو متکي ده،خو هغه څه چې د اړتیا وړ دي له کان څخه د اوسپنې راایستل دي.

په دغو مراسمو کې، د خان سټیل چارواکي وايي چې د دغې کارخونې له پرانیستو سره، د ۷۰۰ تنو لپاره به کاري زمینه برابره شي.

د کار خونې چارواکو ویلي دي چې هغوی د چاپېریال ساتنې لپاره یو ځانګړی سیسټم په پام کې لري.

د دغې کارخونې چارواکي، اوس ۵۰۰ تنه په نېغه توګه او ۱۵۰۰ تنه نور په غیر مستقیمه توګه په دغې کارخونه کې کار کوي.

شریک یي کړئ