Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

غني: سولې بهیر اوږد دی او حوصلې ته اړتیا لري

ولسمشر غني وايي چې د سولې بهیر اوږد دی او تطبیق او حوصلې ته اړتیا لري.

نوموړي د عبدالعلي مزاري د پنځه ویشتم تلین په تړاو خپره شوې ویډیو کې ټینګار کوي چې د سولې بهیر کې به د خلکو غږ وارېدل شي.

هغه په دې اړه زیاتوي:«د سولې بهیر، یو اوږد بهیر دی. دا پروسه تطبیق او حوصلې ته اړتیا لري. په عین حال کې د خلکو او اقشارو غږ به واورېدل شي. لکه څنګه چې مو وویل د خبرو پای کې به د هېواد پارلمان، یا لویه جرګه به د طالبانو سره هوکړې په تړاو پرېکړه وکړي.»

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې له مخې ټاکل شوې وه د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې خبرې دوې ورځې مخکې پیل شي، خو افغان حکومت له طالبانو سره د سولې خبرو لپاره مرکچي پلاوی نه دی چمتو کړی.

ولسمشر غني نن(پنجشنبې د کب په ۲۲مه نېټه) خپلو خبرو کې د سولې مرکچي پلاوي په تړاو څه نه دي ویلي، خو څرګندوي چې پلاوی به د افغان حکومت او خلکو نه جوړ شي:«اوس سوله د افغانانو اصلي لومړيتوب دی. زه ټولو ته ډاډ ورکوم چې سوله به له پوره سفافیت سره ترسره شي. مرکچي پلاوی به د حکومت او خلکو له ادرسه د سولې خبرو ته د ننه شي.»

دا په داسې حال کې ده چې تيره شپه د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی تمه لري دا چې تر راتلونکو سلو ورځو پورې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ هوکړه وشي.

ولسمشر غني  درې ورځې مخکې د لوړې مراسمو په ترڅ کې وویل چې سې شنبې(د کب په ۲۰مه نېټه) پورې به مرکچي پلاوی چمتو شي، خو تر اوسه پورې دا پلاوی نه دی جوړ شوی.

همداراز تېره ورځ د ولسمشر ویاند وویل چې د پلاوي ترکیب په تړاو د سیاستوالو د خبرو له کبله د پلاوي معرفي کول ځنډېدلي دي.

‎د ولسمشر د خبرو بله برخه هم د خپل تازه حکومت د تشکیل په تړاو وه چې ویې ویل نوی حکومت به یې د ټولو خلکو هنداره وي:«اوس یووالي او هم زړه توب وخت رارسېدلی دی. راتلونکی حکومت به د هېواد ټولو خلکو د لیدو لپاره هنداره وي. راتلونکی حکومت به د ملت اراده تمثیل کړي او خلکو ته به د خادم په توګه خدمت وکړي.»

ټاکل شوې وه چې د عبدالعلي مزاري د پنځه ویشتم تلین لمانځلو مراسم په ارګ کې نن ترسره شي، خو تېره شپه د ولسمشرۍ دوهمې مرستیالۍ اعلان وکړ دا چې د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوي لپاره به دا مراسم ترسره نشي. ښاغلي غني په دې تړاو خپلې خبرې په یوه ویډیويي پیغام کې خپرې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی تمه لري دا چې تر راتلونکو سلو ورځو پورې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ هوکړه وشي

شریک یي کړئ