Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

غني: سولې بهیر کې پرمختګ د بندیانو د برخلیک روښانتیا پورې تړلی دی

د افغانستان د اسلامي جمهوري او د طالب ډلې ترمنځ د خبرو د پیل په درشل کې ولسمشر غني وايي تر هغې چې د امنیتي ځواکونو د اسیرانو برخلیک روښانه نه شي د سولې بهیر به مخته ولاړ نه شي.

د بندیانو ازادول د طالبانو له خوا د سولې خبرو د پیل لپاره یو له شرطونو و. له طالبانو سره د امریکا د سولې هوکړه لیک پر بنسټ د سولې خبرو له پيل مخکې باید پنځه زره طالب بندیان د حکومت له بنده ازاد او همدارنګه د طالبانو له بنده د زر افغان دولتي ځواکونو ازادول دي.

خو د دغه هوکړه لیک له لاسلیکه څلور میاشتې وروسته، تراوسیه ۴۲۰۰ طالبان بندیان د حکومت له بندخونو او کابو ۸۵۰ دولتي ځوکونه د طالبانو له بندخونو ازاد کړل شوي دي.

ولسمشر غني چې تېره ورځ غزني ولایت ته تللی و، په دې اړه وویل:«د دې دلیل چې د طالبانو د بندیانو ازادولو بهیر مخته ځي د دې لپاره دي چې زه غواړم د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو برخلیک روښانه شي. تر هغې چې زموږ د دغو اتلانو برخلیک روښانه نه شي، د سولې بهیر به مخته ولاړه نه شي.»

 ښاغلی غني د خپلې وینا په بله برخه کې وايي چې د افغانستان خلک به هېڅکله امارت تر جمهوریت غوره ونه ګڼي. او طالبان باید پوه شوي چې وروستۍ پرېکړه به خلک وکړي.

بل خوا د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړی استازی په یوه آنلاین بحث کې وایي چې نړیواله ټولنه به په افغانستان کې له هغه نظامه ملاتړ وکړي چې د ولسواکۍ او ښځو حقونه په کې په پام کې ونیول شي .
   
د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې استازی رونالد کوبیا وویل:«اروپایي ټولنه به له افغانستانه خپل مالي او سیاسي ملاتړ ته دوام ورکړي، خو له شرایطو پرته نه. اروپایي ټولنه به په داسې موقعیت کې نه وي چې په راتلونکې کې له داسې یوه سیاسي لید یا ادارې ملاتړ وکړي چې د جمهوریت له ارزښتونو، سیاسي او ټولنیزو لاسته راوړنو، د ښځو او ځوانانو له حقونو، د لږکیو له ډلو او نورو لرېتوب غوره کړي.»

«د افغانستان د محافظه کار ګوند ملګري» برېټانیوي بنسټ رییسه شبنم نسیمي هم څرګندوي:«د امریکا، برېتانیا او نړیوالې ټولنې له شل کلن حضور شل کاله حضور او د مېلیاردونو مرستو او زرګونو تنو له قربانیو وروسته هېواد د طالبانو لاسته د لوېدو په خطر کې دی. هغې ډلې ته چې له یوه دښمن نه د سولې په بهیر کې په یوې شریکې بدله شوې ده. د افغانستان خلکو ډېر څرګند ویلي دي؛ چې دوی د افغانستان په لاسته راوړنو او هغو اساسي حقونو چې په وروستیو شلو کلونو کې یې ترلاسه کړي دي؛ معامله نه کوي.»

خو طالبانو ته نژدې سرچینې وایي چې که د بندیانو خوشي کېدو بهیر بشپړ نه شي، تاوتریخوالی به زیات شي.
 
د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند په دې اړه وايي:«د تاوتریخوالي دوام او د بندیانو نه ازادول نه دا چې د افغانانو ترمنځ خبرې اترې ځنډوي، بلکې د تاوتریخوالي د زیاتوالي لامل هم کېږي.»

تراوسه روښانه نه ده چې کله به د سولې خبرې پيل شي خو له دې مخکې د ملګرو ملتونو سازمان ویلي و چې دغه خبرې اترې په جولای میاشت کې دوحه پيل شي. 

شریک یي کړئ