Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

غني له طالبانو غواړي چې د سولې بلنې ته لبیک ووايي

افغان ولسمشر اشرف غني د یکشنبې په ورځ (د غوايي په ۱۵مه) یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل چې د سولې بلنې ته لبیک ووايي.

ښاغلي غني په دې اړه ویلي:«د روژې مبارکه میاشت د سولې او پخلاینې میاشت ده. زه یوځل بیا له طالبانو غواړم چې دغې مبارکې میاشتې ته درناوی وکړي او د افغانستان د خلکو د سولې او پخلاینې غوښتنې ته چې د سولې مشورتي جرګه کې انعکاس موندلی لبیک ووايي.»

ولسمشر ډاډ ورکړي چې د سولې مشورتي لویې جرګې پرېکړه‎لیک د دولت د سولې سیاست ستره برخه جوړوي او د هغه د بشپړ تحقق لپاره، به تعقیب شي.

هغه زیاته کړه:«زه دافغانستان شریف ملت ته ډاډ ورکوم چې له دې وروسته د سولې مشورتي لویې جرګې پرېکړه‎لیک د دولت د سولې سیاست ستره برخه جوړوي او د هغه د بشپړ تحقق لپاره، به تعقیب شي.»

له دې مخکې ولسمشر غني د دغې جرګې په پای کې وینا وکړه او وې ویل چې د دغې جرګې پرېکړه‎لیک د افغان دولت د لارې نقشه او د عمل پلان به وي.

د سولې مشورتي جرګه، له طالبانو سره د سولې څرنګوالي په اړه له پنځو ورځنیو سلامشور وروسته د جمعې په ورځ پای ته ورسېده.

د دغې جرګې غړو د دغې جرګې په پای او د ولسمشر په حضور کې پرېکړه ‎لیک اعلان کړ.

په دغه ۲۳ ماده‎ییزه پرېکړه‎لیک کې راغلي دي چې د هېواد یوې سترې برخې د جګړې له ناوړو پایلو له امله زیانونه لیدلي دي او له همدې امله د جرګې غړي له طالبانو غواړي چې له جګړې لاس په سر او د هېواد په ابادولو کې ونډه واخلي.

په پرېکړه لیک کې له حکومت او طالبانو غوښتل شوي دي څو د روژې مبارکې میاشتې په پار د روژې له پيله اوربند اعلان کړي او همدارنګه د بندیانو د خلاصون او تبادلې لپاره زمینه برابره شي.

د پرېکړه لیک په بله برخه کې، د اسلامي جمهوري نظام او اساسي قانون پر خوندیتوب هم ټينکار شوی او راغلي دي چې په دغه قانون کې تعدیلات د غوره اصولو پر بنسټ شوني دي.

په پرېکړه‎لیک کې همدارنګه له حکومت او طالبانو غوښتل شوي دي څو د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت اوربند اعلان کړي. او همدارنګه د بندیانو د ازادېدو او تبادلې لپاره هم زمینه برابره شي.

طالبانو د ښاغلي غني او د لویې جرګې د غړو دا غوښتنه رد کړه او په روژه کې یې د جګړې پر دوام ټینګار وکړ.

ښاغلي غني ملت اتحاد او یووالي ته هم راوبله.

افغان ولسمشر اشرف غني څرګنده کړه:«پر ټولو هېوادوالو غږ کوم چې د یووالي او اتحاد لمن دې ټینګه ونیسي، د سولې او وروولۍ په لور ډېر ګامونه پرته کړي.» 

ښاغلي غني له امنیتي ځواکونو وغوښتل څو په دغې میاشت کې د خلکو مال او ځان ته ډېره پاملرنه وکړي.

شریک یي کړئ