Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

غني: هېواد ته د جنرال دوستم د راتګ امکان زیات دی

ولسمشر غني نن(یکشنبې د چنګاښ۲۴مه) کابل کې د خبرې ناستې پر مهال وویل چې هېواد ته د ولسمشرۍ لومړي مرستیال، جنرال عبدالرشید دوستم راتګ امکان زیات دی.

ښاغلي غني زیاته کړه:«د جنرال دوستم موضوع تر بحث لاندې ده او د لویې څارنوالۍ سره خبرې شوې دي او د راتګ امکان یې ډېر دی ځکه چې موضوع حقوقي جنبه لري.»

ده د ټاکنو په اړه هم څرګندونې درلودې چې یوازې یوه برخه کسان نشي کولی د ټاکنو برخلیک وټاکي او دا بهیر د افغانستان خلکو پورې تړاو لري.«د ټاکنو اساسي ټکی د هغې رڼښت دی او له څارونکو بنسټونو غواړو چې ښه څارنه وکړي.»

ولسمشر تېرې ورځې د سیاسي ګوندونو ناستې ته چې د ټاکنو بهیر لغو کول یې غوښتي وو، نیوکه وکړه او په دې اړه یې وویل چې د ټاکنو لپاره به اساسي قانون پلی شي او د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره به هېڅ ډول جرګه نه راغوښتل کېږي.

ده وړاندې وویل:«دا سیاسیون څوک دي چې د خلکو په استازي‎توب خبرې کوي، چا ټاکلي دي، څومره رایې لري او چا ورته واک ورکړی دی چې د ملت پرېکړې کوي؟ زه د افغانستان خلکو ولسمشر یم، ماته یې رایه راکړې ده چې پر دې څوکۍ ناست یم، نه مې زور درلود او نه مې زر، یوازې د خپل ماغزو په وړتیا دلته راغلم. راځئ چې د ټاکنو ناندرو میدان ته د ننه شو.»

د یو شمېر جهادي ګوندونو او سیاسي بهیرونو مشرانو او استازو د شنبې په ورځ (د چنګاښ په ۲۳ مه) په کابل کې د یوې غونډې په ترڅ کې، د ټاکنو بهیرونه په ځانګړې توګه د رایو ورکوونکو د نوم‎لیکنې بهیر یې وڅېړه.

د جزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار، د جرايي رییس دویم مرستیال، محمد محقق، د ولسمشر پخوانی مرستیال یونس قانوني، د افغانستان نوین ملي جبهې مشر، انوارالحق احدي، د محاذ ملي ګوند مشر، سید حامد ګیلاني، د جنرال دوستم زوی باتور او ځینې نورې سیاسي څېرې له هغو کسانو څخه وو چې په دغې غونډه کې یې حضور درلود.

ولسمشر غني همداراز هېواد کې د فاریاب قیصار امنیه قومندان، نظام‎الدین قیصاري نیول کېدو او راپورته شویو لاریونونو ته په کتو سره وویل چې زما لپاره د افغان ځواکونو هر ډول کړنې چې د قانون خلاف وي د منلو وړ نه دي. ده زیاته کړه چې هېواد کې غیرمسوؤل وسله‎وال په یوې معضلې بدل شوي دي.

ده څرګنده کړه:« سوله د افغانستان د دیني علماوو غږ دی، په اندونیزیا کې د دیني علماوو غږ دی، د خادم الحرمین الشریفین غږ دی او دا د ټولو افغانانو او د افغانستان د حکومت غږ دی. دغو دیني علماوو په خپل اسلامي رسالت سره د روانې جګړې دیني مشروعیت په مکمل ډول واخیست، اوس د دې جنګ د دوام لپاره طالبانو سره هیڅ دلیل نه دی پاتې، ځکه اوس طالبان له ټولې اسلامي نړۍ سره مواجه دي او د ټولې اسلامي نړۍ له علماوو سره مواجه دي.»

ولسمشر د بروکسل ناستې په اړه وویل:«دوی )ناټو سازمان( ژمنه وکړه چې پس له دې به په افغانستان کې زیات تمرکز په اولویتونو او نیمګړتیاوو کوي، تر څو د دې مرستو موثریت زیات شي او زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونو لپاره غوره پایلې ولري.»

ولسمشر ټينګار وکړ چې په بروکسل ناسته کې د افغانستان سولې څخه هر اړخیزه ملاتړ وشو.

ښاغلي غني وړاندې وویل:«د ناټو سازمان ټولو غړو هېوادونو د افغانستان حکومت د سولې له پلان او د اوربند له ابتکار څخه ملاتړ اعلان کړ او د ملي وحدت حکومت دا اقدام یې وستایه.»

ولسمشر غني کابل کې د خبري ناستې پرمهال وویل چې هېواد ته د نوموړي لومړي مرستیال، جنرال دوستم د راتګ امکان تر ټولو زیات دی

شریک یي کړئ