Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

غني ولې ونه توانېد چې خپل ټاکنیز شعارونه عملي کړي

اشرف غني، په خپل ټاکنیزو سیالیو کې، په هېواد کې د خپل حکومت په دوه تر پنځو کلونو کې د اداري فساد د کموالي ژمنه کړې وه.

هغه افغانستان یې د اداري فساد د موجودیت لپاره، یو تر ټولو بد هېواد بللی وه او ویلي یې وو چې په دوه کلونو کې به له دې ځایه به لوړ لار شي. هغه همدارنګه د پنځوس سلنې بدلون یادون هم کړی وه چې په باور یې، افغانستان له هغه وخت پنځه کاله وروسته، له اداري فسا د سره د مبارزې په پایله کې هغه ته رسېږي.

هغه یو وار د خپل ټاکنیزو سیالیو پر مهال ویلي وو:«په تمه واسئ چې په دوه کلونو کې د دې پر ځای چې محکوم وو د اداري فساد په خاطر تر ټولو بد هېواد یوو، لږ تر لږه سل ټکي لوړ ځو.»

کله ناکله دا ژمنې له دې پراخې کېدې، د ټاکنیزو سیالیو پر مهال په خپلې یوې ټلوېزیوني مرکه کې ویلي:«اداري فساد تر دې کچې زیات دی، چې هیله ده په پنځو کلونو کې پنځوس سلنه یې په بنسټيزه توګه کم کړو، سل په سلو کې نه کمېږي، هر څوک یې چې وايي دروغ وايي.»

خو په دې موده کې په اداري فساد ککړو هېوادونو په منځ کې د افغانستان ځای چېرته دی. په ۲۰۱۴ زیږدیز کال کې افغانستان له هغو ۱۷۲ هېوادونو څخه وه، چې له فساد سره د مبارې لپاره یې هڅه وکړه او په ۲۰۱۵ زیږدیز کال کې څو ګامه پورته ولاړ او په ۱۶۶ کتار کې راغی، خو په ۲۰۱۶ زیږدیز کال کې یې بیا ۱۶۹ ځای ته سقوط وکړ او تېر کال ۱۷۷ کتار ته ولاړ.

د ولسي جرګې ځينې غړي وايي چې په دې موده کې له اداري فساد سره د مبارزې په ځای د فساد لپاره زمینه برابره شوې.

د ولسي جرګې غړې فاطمه عزیز وايي:«هغه ډول چې د افغانستان خلک تمه لري، له فساد سره مبارزه نه ده شوې او نن هم په دولتي ادارو کې فساد شتون لري.»

بل پلو د روڼټیا څار بنسټ له لوري په هرو دوو کلونو کې د فساد ملي سروې ترسره شوې ښيي، چې په ۲۰۱۶ زیږدیز کال کې دولتي ادارو ته د خلکو د بډو ورکول ارزول شوې د کچې اندازه دوه اعشاریه نهه میلیارده ډالرو ته رسېږي په داسې حال کې چې دغه اندازه په ۲۰۱۴ زیږدیز کې دوه مېلیارده او په ۲۰۱۲ او ۲۰۱۰ زیږدیزو کلونو کې له دې کمه وه.

د روڼتیا د څار بنسټ څېړونکی ناصر تیموري په دې اړه څرګنده کړه:« ملي یووالي حکومت، له اداري فساد سره د مبارزې د خپلواک کمېسیون له جوړېدو سره چې کولای شوی دا مبارزه غیر سیاسي او خپلواکه کړي، له بده مرغه ووېرېد او خپلې سرچینې یې د دغه کمېسیون د نه جوړېدو لپاره ولګولې ترڅو جوړ یې نه کړي.»

د روان زیږدیز کال پای ته له درېیو ډېرې میاشتې پاتې دي او ولیدل شي، چې افغانستان د دې کال تر پایه د کومو هېوادونو په کتار کې راځي چې له فساد سره د مبارزې لپاره په کې هڅه شوې ده.

 دغه راز ټاکل شوې د فساد د ملي سروې پایلې، د سپټمبر په میاشت کې خپرې شي، چې په هېواد کې د فساد کچه به په کومه کچه کې وي.

محمد اشرف غني د خپل ټاکنیز کمپاین او مبارزې پرمهال د بدلون ژمنه کړې وه او افغانستان یې هغه مهال په اداري فساد تر ټولو ډېر بد ککړ هېواد یادوه.

شریک یي کړئ