Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

غني: ټرمپ د ۵زرو طالب بندیانو خوشې کولو غوښتنه نه ده کړې

ولسمشر غني یکشبې(د کب په ۱۱مه نېټه) له سي ان ان سره په خبرو کې ویلي چې د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ ترې د ۵زرو طالب بندیانو غوښتنه نه ده کړې.

په همدې حال کې د ولسمشر ویاند، صدیق صدیقي په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې ټرمپ له ولسمشر غني سره د ټلفوني خبرو په ترڅ کې، هېواد کې د وروستیو بدلونونو او د سولې له بهیره خوښي څرګنده کړې ده.

هغه زیاته کړې چې ټرمپ د سولې بهیر راتلونکو پړاونو عملي کولو په برخه کې د ښاغلي غني په مشرۍ د افغانستان نظام پر ظرفیت باور لري.

خو ولسمشر غني له سي ان ان سره په مرکه کې ویلي دي:«ولسمشر ټرمپ د دغو کسانو(د طالب بندیانو) د خوشې کولو غوښتنه نه ده کړې. موږ د هغو خوشې کولو په تړاو کومه ژمنه نه ده کړې.»

هغه زیاته کړې:«دا د افغانانو خپلواکه پرېکړه ده.»

ښاغلي غني ویلي دي چې د افغانستان اړتیا لري دا چې طالبان د دایمي اوربند، د هغو هېوادونو په ځانګړې توګه له پاکستان سره د دوی د اړیکې په تړاو، نه یوازې القاعده د ټولو ترهګرو ډلو سره د اړیکو، نشه یي توکو، د افغانستان د خلکو حقونو، د افغان ځواکونو او ملکي بنسټونو په تړاو خبرې وکړي.

هغه څرګنده کړې:«دوی ته روښانه شوې ده چې دوی(طالبان) نشي کولی شرطونه کېږدي. د تخنیکي پلوه امکان نلري چې پنځه زره بندیان خوشې شي.»

د طالبانو مرکچي پلاوي غړی، شېرمحمد عباس ستانکزي شنبې(د کب په ۱۰مه) د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې شېبه د افغانستان لپاره تاریخي وبلله او زیاته یې کړه چې دغه هوکړه امریکا او ناټو دې ته ملزم کوي چې راتلونکو څوارلسو میاشتو کې له افغانستانه خپل ځواکونه وباسي.

هغه وړاندې وویل له هوکړې لس ورځې وروسته د روان زیږدیز کال د مارچ په لسمه نېټه به د افغانانو ترمنځ خبرې اترې پیل شي په داسې حال کې چې افغان حکومت ۵زره طالب بندیان ازاد کړي.

ستانکزي زیاته کړه چې د افغان حکومت زر تنه بندیان به هم د طالبانو له بنده خوشې کړل شي.

د طالبانو دغه غړي راتلونکو لسو ورځو کې د دوی د ۵زرو زندانیانو په تړاو د پوښتنې په ځواب کې وویل چې امریکا ورسره ژمنه کړې، څو دا زندانیان خوشې کړي.

هغه زیاته کړه چې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ د جګړې پر پایته رسولو به د افغانانو ترمنځ خبرو کې پرې بحث وشي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې له لاسلیک یوه ورځ وروسته افغان ولسمشر او امریکايی سیال یې د هوکړې په تړاو ټلفوني خبرې کړې دي

شریک یي کړئ