Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

غني په استانه کې:د ترهګرو ملاتړي به د خپلو کړو تاوان ورکړي

ولسمشر غني د شانګ‎های د سرمشریزې په اولسمه غونډه کې ګډون کړی، او ګواښ کوي هغه هېوادونه چې ترهګر په ښو او بدو وېشي،د خپل د دغه کار بیه به ورکړي.

دغه غونډه د جمعې په ورځ (د غبرګولي په ۱۹ مه) د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې ترسره شوه. که‎څه هم افغانستان په دغې غونډه کې د ناظر یا څارونکي په توګه ګډون کړی وه، خو د افغانستان امنیت د دغې غونډې یو له چورلیزي بحثونو څخه وه.

ولسمشر غني له ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه د سیمې د صادقانه همکارۍ په چارې په ټینګار سره د سیمه‎يیزو همکاریو پراختیا یوه جدي اړتیا وبلله.

ښاغلي غني زیاته کړه:« د شانګ‎های سازمان د څارونکو غړو د نښلولو لپاره هڅه یو مهم ګام دی چې باید ترسره شي. د آسیا په زړه کې د افغانستان موقعیت او د سوېلي آسیا د دروازې په توګه کارول کېدو افغانستان د سیمې په دهلیز بدل کړی دی.»

 په دې غونډه کې هند او پاکستان د دغه سازمان د نوي غړو په توګه وپیژندل شول.

د هند لومړی وزیر په دې باور دی چې دا سازمان په افغانستان کې د سولې راوستو په برخه کې اغیزه کولی شي.

نرېندار مودي په دې اړه په ډاګه کړه:«موضوع که تندلاري وي، که د ترهګرو جنګیالیو جذبول او یا د هغوی مالي سرچینې، تر هغه چې ټول هېوادونه په ګډه هڅه ونه‎کړي، د دې ستونزې هواری نا شونی دی.»

اخوا د روسیې ولسمشر ټینګار کوي چې د افغانستان جګړه پوځي حل لاره نه لري.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوټین په دې اړه څرګنده کړه:« پوځي حل لاره د بحث وړ نه ده. روسیه او د شانګ‎های سازمان په سیاسي حل لارې باور لري. موږ په دې برخه کې د افغانستان ترڅنګ درېږو او کار کوو.»

 د شانګ‎های د همکاریو سازمان په ۲۰۰۱ زیږدیز کال کې د اقتصادي او پوځي همکاریو د پراختیا په موخه جوړ شو. چین، روسیه، قزاقستان، تاجیکستان، ازبیکستان، قرغیزستان،هند او پاکستان د دې سازمان غړي دي.

ښاغلي غني د شانګ‎های د همکاریو د مشرانو په غونډه کې ټینګار وکړ چې افغانستان له ترهګرۍ سره د جګړې په لومړۍ کرښه کې دی.

شریک یي کړئ