Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

غني کاپیسا ته په سفر کې د احتمالي اوربند پر مدیریت ټینګار وکړ

ولسمشر غني د چهارشنبې په ورځ (د زمري په ۱۷ مه) د کاپیسا ولایت د ګلبهار برېښنا سب سټېشن په پرانیستغونډه کې په راتلونکو ورځو کې د احتمالي اوربند پر مدیریت ټینګار وکړ.

هغه چې په دغو مراسمو کې وینا کوله، وویل چې په نېږدې راتلونکي کې په دې اړه به د حکومت له پلوه د یوې پرېکړې شاهد وئ.

هغه څرګنده کړه:«سوله په رڼه ورځ راځي نه په توره شپه کې او سوله د پردو تر شا نه ترسره کېږي.»

هغه زیاته کړه چې په افغانستان کې د تلپاتې سولې غوښتونکی دی او څرګنده کړه چې د سولې په اړه خبرې اترې روانې دي.

له بلخوا، ښاغلي غني وویل چې له اصلاحاتو پرته افغانستان نه شي کولای پر خپلو پښو ودرېږي او پر بهرنیو مرستو نه شو کولای تکیه وکړو او سوکالۍ ته ورسېږو.

ښاغلي غني د سفر په لړ کې د کاپیسا له امنیتي چارواکو سره ولیدل او د دغه ولایت امنیتي وضعیت یې وڅېړه.

د سب سټېشن په پرانستغونډه کې چارواکو، مشرانو او د کاپیسا استازو هم حضور درلود.

دا سب سټېشن چې د برېښنا ۲۲۰ کیلوولټه لېږد شامل دی د پشته سرخ له سب سټېشن څخه ګلبهار او له ګلبهار څخه د احمد بېک سب ستېشن ته د برېښنا د ۱۱۰ کیلوولټه لېږدونکی مزی دی او دا سب سټېشن د امریکا د ملي پوځ د انجنیرۍ ډلې په مرسته د ۶۵.۸ مېلیونه ډالرو په لګښت جوړ شوی او ۳۰ زره پېرودونکو ته به برېښنا تامین کړي.

ښاغلي غني وویل چې له اصلاحاتو پرته افغانستان نه شي کولای پر خپلو پښو ودرېږي او پر بهرنیو مرستو نه شو کولای تکیه وکړو او سوکالۍ ته ورسېږو.

شریک یي کړئ