ولسمشر غني نن( دوشنبې د غويي۱۸مه) اروپايي ټولنې درېیم د فساد سره مبارزې ناسته کې وویل چې د کورنیو چارو وزارت د اداري فساد زړه دی، خو دا حالت د منلو وړ نه دی او د اصلاحاتو پر راوستو ټینګار کوي.
ده زیاته کړه چې پولیس باید د جګړې تر څنګ د قانون پلې کولو کې هم فعاله ووسي.
ولسمشر غني زیاته کړه:«په امنیتي برخه کې سږ کال موږ په ځانګړې ډول پر کورنیو چار وزارت پام کوو، دا وزارت د امنیتي بنسټونو ترمنځ د فساد زړه دی او دا د منلو وړ نه دی، او باید اصلاحات رامنځته شي.»
له بلې خوا افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازی، تدامچي یاماموتو فساد د افغانستان پرمختګ پر وړاندې تر ټولو لویه ستونزه بولي.
ښاغلي یوماموتو زیاتوي:«اداري فساد تر ټوله لویه ستونزه ده چې په افغانستان کې د پراختیا او سولې مخنیوی کوي.»
په دې ناسته کې د اروپايي ټولنې سفیر، فرانس مېښایل میلبن هم په دې باور دی چې د افغانستان خلک د اداري فساد تر ټولو لوی قربانیان دي.
ښاغلي میلبن زیاته کړه:«د افغانستان خلک هره ورځ د بېعدالتیو، د موکو نشتوالي، د حکومت له ناتوانیو زیانمنیږي او د پراخ فساد قربانیان هم دوی دي.»
هېواد کې جګړه، له مجازاتو د بخښنې دود، وزګاري، د کارکوونکو امتیازونو کمښت، جرمي اقتصادا و په قوانینو کې تشې په افغانستان کې د ادارې فساد لامل شوي دي.