Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

غني: یوازې حکومت له طالبانو سره د خبرو او هوکړې واک لري

ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند محمد اشرف غني وايي چې یوازې حکومت واک لري چې له طالبانو سره خبرې او هوکړه وکړي.

هغه ټينګار کوي که‎چېرې طالبان د سولې لپاره له رامنځته شوې موکې استفاده ونه کړي، پېښمانه به شي:«فرمایشي کسان له افغانستانه، استازولي نه شي کولای! چا هغوی انتخاب کړي دي؟»

ښاغلي غني چې نن (یکشنبې، د زمري په ۶مه) کابل کې د خپلې ټاکنیزې سیالۍ په پيل کې وینا کوله وویل حاضر دی چې افغانانو ته حساب ورکړي او همدارنګه طالبان دې هم هېوادوالو ته حساب ورکړي.
 
هغه ژمنه وکړه چې چې د دولت جوړونې، اقتصادي خپلواکۍ، د قانون درک، عمل او اجرا چې نابشپړ پاتې دي د بریا په صورت کې مهم پروګرامونه به یې وي.

ټاکل شوې چې دغه ټاکنیزې سیالۍ، د تلې میاشتې تر درېیمې (کابو دوه میاشتې) دوام وکړي. د ټاکنو خپلواک کمېسیون د مهال وېش پر بنسټ، د تلې میاشتې څلورمه او پنځمه نېټه د سکوت دوره ده او د تلې په شپږمه به ولسمشرۍ ټاکنې ترسره شي.

د ولسمشرۍ ټاکنو منډې ترړې په داسې حال کې پیلېږي چې ډېری په خپل وخت د رڼو ټاکنو په ترسراوي باور نه‎لري او وايي چې ټاکنې د سولې هڅو تر سیوري لاندې شوې دي او د نړیوالې ټولنې او حکومت لومړیتوب نه دی.

خو ولسمشر غني وايي چې د ټاکنو د ترسراوي په اړه شک سم نه دی. هغه ټینګار وکړ چې پر ټاکنو به معامله ونه‎شي.

هغه زیاته کړه:«راشئ که په پاکو رایو بریالي شوئ، موږ به تاسو ته مبارکي درکړو؛ خو موږ انشاالله ګټوونکي کېږو.»

په دې لړ کې د دغه پروګرام یو برخواله له هغې وروسته چې د ښاغلي غني ژمنې یې دوکه ورکوونکې وبللې د ولسمشر د ساتونکو له غبرګون سره مخامخ او په زور له تالاره وایستل شوه.

د امنیتي او دفاعي ځواکونو ځان بسیاینه، په هیواد کې د درې سوه جوماتونو جوړول، د دولت جوړونې د نیمګړو کارونو بشپړول او د قانون پلي کول د دولت جوړونکې ټاکنیزې ډلې مهم پروګرامونه دي.

له بلخوا د ولسي جرګې ټاکنو یو شمېر معترضو نوماندانو د ولسمشر غني د ټاکنیز کمپاین غونډې ته نږدې اعتراض وکړ.

محمد اشرف غني د خپلې وینا په بله برخه کې وایي له هغه سره د یو شمیر سیاستوالانو د مخالفت لامل دا دی چې د دوی زامنو ته یې سفارتونه او تحصیلي بورسونه نه دي ورکړي.

نوموړی زیاتوي هغه کسان چې له دولتي چوکیو شتمن شوي باید ووایي چې دا پيسې یې له کوم ځایه کړې دي.

دا درېیم ځل دی چې محمد اشرف غني په ولسمشرۍ ټاکنو کې د نوماند په توګه ګډون کوي هغه په ۱۳۹۳ هجري لمریز کال کې دې ته اړ شو چې د ټاکنو له بل نوماند عبدالله عبدالله سره په موافقې د ملي یووالي حکومت جوړ کړي. 

محمد اشرف غني خپلې وینا ته دوام ورکړ او وې ویل یوازې حکومت کولاي شي چې له طالبانو سره خبرې وکړي.

شریک یي کړئ