Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

غني: یوې اوونۍ کې زر طالبان وژل شوي او دوه زره نور ټپيان دي

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو اترو د ځنډېدو په لړ کې، ولسمشر غني وايي چې په یوې وروستۍ اوونۍ کې د هېواد په جګړو کې زر تنه طالبان وژل شوي او دوه زره تنه یې ټپيان شوي دي.

ښاغلي غني چې نن جمعه (د وږي په ۲۲مه) کابل کې یوې غونډه کې وینا کوله وویل چې د دغو طالبانو د وژل کېدو مسوولیت هم د طالب مشرانو په غاړه دی.

هغه په دې اړه زیاته کړه:«طالب جنګالیو ته زما پیغام دا دی، چې هغوی (طالب مشران) تاسو ته معاش نه درکوي، راشئ زه تاسو ته ... معاش درکوم.»

دا څرګندونې په داسې حال کې مطرحه کېږي چې د سولې خبرو اترو تر درولو وروسته د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم ویلي چې په څو وروستیو ورځو کې په افغانستان کې پر طالبانو درانه بریدونه شوي چې په تېرو لسو کلونو کې بې‎ مخینې وو. 

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې اترې، د یکشنبې په ورځ د ډونلډ ټرمپ په یوه ټویټ کې وویل چې دا خبرې اوربند او تاوتریخوالي کموالي ته د طالبانو نه منلو له امله ودرول شوې.

ټرمپ د سپټمبر د ۱۱مې نېټې د برید د اتلسمه کلیزې په مناسبت وینا کې یوځل بیا طالبانو ته ګواښ وکړ چې په جدي توګه به په نښه شي.

خو ولسمشر غني وویل چې دا زر تنه طالبان، د افغان امنیتي ځواکونو له خوا په نښه شوي دي.

امریکا دم‎ګړۍ په افغانستان کې کابو ۱۴ زره سرتېري لريږ دا ځواکونه، تر ډېره بریده د افغان ځواکونو په روزنې او مشوروې ورکولو بوخت دي. 

په ننیو مراسمو کې، د عبدالهادي ارغندیوال په مشرۍ د حزب اسلامي یو شمېر غړو په ولسمشرۍ ټاکنو کې له محمد اشرف غني څخه خپل ملاتړ اعلان کړ. 

ښاغلی ارغندیوال له ولسمشر غني څخه غواړي چې د تلپاتې سولې لپاره هڅې وکړي.

د افغانستان د حزب اسلامي مشر عبدالهادي ارغندیوال وویل:«په دغه هېواد کې د باعزته سولې د راتلو غوښتونکي یوو، چې نور زموږ د هېواد والو وینه تویه نه شي.»

ښاغلی غني وايي په کابل کې یې د ګلبدین حکمتیار د ګرځېدو زمینه برابره کړې خو د هغه په وینا ښاغلی حکمتیار به په ولسمشرۍ ټاکنو کې بریالی نه شي.

محمداشرف غني زیاتوي جهاد د افغانانو ویاړ و خو دا ویاړ په غمیزه بدل شو.

ولسمشرۍ ته نوماند محمد اشرف غني څرګنده کړه:«جهاد زموږ ویاړ و، حماسه وه، خو له بده مرغه، په ناورین بدل شو. او زموږ درس دا دی چې موږ نور اجازه نه ورکوو چې په افغانستان کې ناورین راشي.»

د محمد اشرف غني د ټاکنیزې ډلې لومړی مرستیال امرالله صالح په دغه غونډه کې په هېواد کې پر ملي یووالي ټینګار کوي.

د محمد اشرف غني د ټاکنیزې ډلې لومړی مرستیال امرالله صالح وویل:«موږ باید د خپل بند له ټولو سلولونو سره، له خپل ټولې عاطفې او احساس سره وساتو، خړوب یې کړو، څو دا نوی نیالګی، د ملي یووالي نوې اېښودل شوې ونه، ښېرازه شي.»

له بلخوا د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند حکیم تورسن د ملي یووالي حکومت مشران د خلکو د امنیت په ساتلو کې په ناتوانۍ تورنوي.

ولسمشرۍ ته نوماند محمد حکیم تورسن زیاته کړه:«دا دواړه عالي جنابان (ولسمشر او اجراییه رییس).. د ټلوېزیون له لارې یو بل ګرم ګڼي او په یو بل بار اچوي؛ عوام غولونه، په داسې حال کې چې دا دواړه په واک کې وو.»

ټاکل شوې د ولسمشرۍ انتخاباتو نوماندان دیارلس ورځې نور هم خپل کمپاین ته دوام ورکړي.

د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم څو ورځې مخکې ویلي چې په څو وروستیو ورځو کې په افغانستان کې پر طالبانو درانه بریدونه شوي چې په تېرو لسو کلونو کې بې‎ مخینې وو. 

شریک یي کړئ