Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

غورماچ کې د امنیتي ځواکونو دوه پوستې د طالبانو په کلابندۍ کې دي

د فاریاب ولایت په غورماچ ولسوالۍ کې د ابګرمک او چینایي کمپ سیمو کې د دولتي ځواکونو دوې پوستې طالبانو کلابندې کړي دي.

د دغو پوستو ځينې سرتېري له طلوع نیوزسره په ټلېفوني اړیکه کې وايي چې له ډېرو ستونزو سره مخ دي او حتا په بشپړه توګه خوراکي توکي هم ورته نه رسېږي.

په ورته وخت کې د ملي دفاع وزارت چارواکي مني، چې د غورماچ ولسوالۍ لارې تړلې دي خو وایي، د دې لارې د پرانیستو لپاره هڅې روانې دي او سرتېرو ته د هوا له لارې اکمالات رسېږي.

د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیری په دې اړه وايي:«اعاشه، البسه، مهمات او اړین څيزونه هغوی ته زموږ هوايي ځواکونه رسوي، خو د دغې ستونزې لپاره بنسټيزه حل لاره دا ده چې لاره باید پرانیستل شي چې پرې کار روان دی.»

له بلخوا، په ولسي جرګه کې ځینې استازي، د امنیتي بنسټونو پر مدیریت په کلکه نیوکه کوي.

د ولسي جرګې د کورني امنیت د کمېسیون رییس میرداد نجرابي څرګنده کړه:«د پوځي قومندانانو پر ناوړه مدیریت چې پر وخت خپل پرسونل ته نه رسېږي موږ هم نیوکه لرو او د اندېنښې وړ ده.»

په ورته وخت کې د فاریاب ولایت سلګونه تنه اوسېدونکي راټول شوي او د ملي یووالي حکومت پر مشرانو نیوکه کوي چې د امنیت ټینګښت کې بې غوري کوي.

د مدني ټولنې د شبکې رییس سید ذین الله عابدي بیا وايي:«د افغانستان ټول طبقه خلک نور له دغو لوبو څخه ستومانه شوي، نور ستاسو له چل ول دا چې د خپلو ګټو لپاره ملت قرباني کوئ د افغانستان خلک ښه پوهېږي.»

نږدې یوه میاشت وړاندې طالبانو د غورماچ ولسوالۍ ولکه کړې وه، خو د هېواد پوځیانو وکدیا شوی د دې ولسوالۍ مرکز بېرته کنټرول کې کړي.

له دې سره ښکاري داسې چې نښلېدونکو لارو په ګډون د دې ولسوالۍ مهمې برخې د طالبانو په ولکه کې دي.

شریک یي کړئ