روغتیايي چارواکي د هېواد لویدیځ غور او فراه ولایتونو کې د کرونا ویروس د دریوو شکمنو پېښو له ثبتولو خبر ورکوي.
د فراه د عامې روغتیا ریییس، عبدالجبار شایق نن(سېشنبې د کب په ۶مه نېټه) وايي چې دوه کسان چې د کرونا ویروس د اخته کېدو شک پرې کیږي او له ایرانه راغلي دي، قرنطین شوي دي.
د هغه په وینا چې دا دوه نارینه د کرونا ویروس ناروغۍ نښې لري.
په همدې حال کې د غور د عامې روغتیا رییس هم څرګندوي چې نن سهار په دغه ولایت کې د کرونا ویروس یوه شکمنه پېښه ثبت شوې ده.
هغه زیاتوي چې له ایرانه دغه ولایت ته تازه راستون شوی پنځه دېرش کلن کس د کرونا د ویروس نښې لري او اوس مهال په قرنطین کې دی.
روغتیايي چارواکي وايي چې ناروغو کسانو معاینات شوي او د تشخیص لپاره کابل ته استول شوي دي.