Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

غور کې د اعتراضونو لسمه ورځ؛ ښځو په اعتراض لاس پورې کړ

د غور ولایت اوسيدونکو اعتراضونه نن(چهارشنبي د سلواغې په ۹مه نېټه) لسمې ورځ ته د ننه شول.

لاریون‎کوونکو د عدالت او متوازنې پراختیا په شعار ور کولو سره لس وړاندې اعتراض پیل کړ او په دغه ولایت کې یې ټولې دولتي ادارې تړلې دي.

د اعتراضونو په لسمه ورځ ښځې هم د نارینه و ترڅنګ د فیروزکوه سرکونو ته راوتلي او په اعتراض یې لاس پورې کړی.

اعتراض کوونکي له حکومته د خپلو ستونزو د هوارۍ  غوښتنه کوي.

اعتراض کوونکې، نوریه احمدي وايي:«ځکه چې لس ورځې کېږي زموږ وروڼه په سړې هوا کې اعتراض کوي او اکثر یې ناروغ شوي دي، دا لامل شو چې ټولې خویندې هم ودریږي او خپل حق چې هماغه برېښنا او سرک  دی وغواړو.»

بله معترضه، انجیلا شریفي زیاتوي:«تېرو اتلسو کالو کې د غور د خلکو غوښتنه دا وه چې برېښنا او سرک جوړ شي، خو له بده مرغه مرکزي دولت تر اوسه هېڅ پام نه دی کړی.»

غور کې اعتراضونه لس ورځې مخکې پیل شول او اوسېدونکي یې د ۱۳۹۹ مالي کال بودجه نا متوازنه بولي.

اعتراض کوونکي، پر خپلو غوښتنو چې د سړک جوړول او د برېښنا رسول دي د غَور لپاره د یوه صلاحیت لرونکي پلاوي د جوړېدو غوښتونکي دي.

اعتراض کوونکې، فرزانه وايي:«یو ځل بیا د ملي یووالي حکومت مشرانو ته واییو چې د حکومتونو مشروعیت پر بنسټ... د عدالت پلي کول یوډول دی او هر ډول غفلت په دې برخه کې کولی شي چې نا سمې پایلې ولري.»

بله اعتراض کوونکې، مهتاب خالدي زیاتوي:«زموږ غوښتنه له مرکزي حکومت نه دا ده چې تېرو اتلسو کالو کې برېښنا تامین او سرک جوړولو برخه کې کار نه دی شوی.»

تېره ورځ د ولسمشر ویاند، صدیق صدیقي خپله ټویټر پاڼه کې ولیکل چې ولسمشر غني صلاحیت لرونکی پلاوی ګمارلی او دوو ورځو په اوږدو کې به غور ته سفر وکړي او د اعتراض کوونکو غوښتنې واوري.

له دې سره سم، د غور والي، غلام ناصر خاضع وايي چې د دغو لاریونوالو د غوښتونو د ارزونې په موخه به ډېر ژر یو پلاوی له کابله غور ولایت ته راشي.

اعتراض کوونکي ګواښ کوي، تر هغې یې چې ستونزې هوارې نشي، خپلو اعتراضونو ته به دوام ورکړي.

اعتراض کوونکي ګواښ کوي، تر هغې یې چې ستونزې هوارې نشي، خپلو اعتراضونو ته به دوام ورکړي

شریک یي کړئ