غور کې امنیتي مسوولین د یوه سرتېري له وژل کېدو او د پنځو نورو له ټپي کېدو خبر ورکړ.
امنیه قوماندان، محمد امین احمدي وایي نن(سې شنبې د چنګاښ په ۲۴مه نېټه) وايي پېښه تېره شپه د دغه ولایت مرکز فیروز کوه ښار لویدیځ کې شوې.
هغه زیاتوي، لسګونو طالب وسله والو د څو خواوو پر پوستې برید وکړ، خو دغه برید د افغان ځواکونو له سخت ځواب سره مخامخ شو.
په همدې حال کې غور ولایت کې یوه سرچینه بیا وايي چې طالبانو د افغان ځواکونو یو زغره وال سوځولی او نښتې څو ساعته دوام درلود.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.