د غور مرکز، فیروز کوه شمال سیمه کې د طالبانو برید پایله کې ۴ افغان سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان دي.
والي ویاند، عارف عابر نن(دوشنبه د چنګاښ په ۹مه نېټه) وايي پېښه هغه مهال شوې چې څو تنو طالبانو د افغان ځواکونو پر پوستې برید وکړ.
د ښاغلي عابر په وینا، د افغان ځواکونو ځوابي برید کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېر یې نه دی څرګند.
طالبانو په دې تړاو څه نه دي ویلي.