Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

غوڅ ملاتړ د بګرام په برید کې د امریکايي عسکرو وژل تایید کړل

د پروان بګرام پوځي هډې ته نېږدې چاودنه کې لږ تر لږه ۴ تنه وژل شوي او ۳ تنه نور ټپیان دي.

د پروان ولایت سیمه‎ییز چارواکي وايي وايي چاودنه دوشنبې (د وري په ۱۹مه نېټه) ماښام ۵:۳۰ دقیقې د موټر بم له کبله د بګرام هوايي ډګر دریمې دروازې ته نېږدې شوې ده.

پرېکنده ملاتړ ماموریت وایي، دې پېښه کې۳ تنه امریکایي سرتېري او ۱ قراردادي یې وژل شوي او ۳ تنه امریکایي سرتېري ټپیان دي.

د بګرام ولسوال، عبدالشکور قدوسي وایي، دا پېښه موټر بم چاودنه وه او پرون مازیګر ۵ نیمې بجې د بګرام هوایي ډګر دریمې دروازې کې شوې ده.

له دې سره د پېښې عیني شاهدان وایي، ولسي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېر یې نه دی معلوم.

په همدې حال کې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر، مایک پومپیو په خپله ټویټر پاڼه کې دا برید غندلی دی.

ده وړاندې لیکلي دي:«زموږ سرتېرو افغانستان کې ژوند له خطر سره مخامخ کړی دی تر څو موږ په امن کې ووسو او هېڅ ترهګریز اقدام به سولې ته زموږ د لاسرسي مخه ونه نیسي.»

طالبان د دې پېښې مسوولیت منلی.

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر، مایک پومپیو په خپله ټویټر پاڼه کې دا برید غندلی دی

شریک یي کړئ