Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

فاریاب چاودنې د یو کس ژوند واخیست او ۱۶ یې ټپيان کړل

د فاریاب ولایتي چارواکي وايي چې نن(یک‎شنبې د کب۸مه) وايي چې دې ولایت کې د چاودنې له امله یوه پولیسو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۶ تنه نور ټپيان شوي دي.

چارواکي زیاتوي چې پېښه له غرمې مخکې د المارو په ولسوالۍ کې په یوه بوشکه کې د چاودېدونکو توکو ځای پرځای کولو له امله رامنځته شوې چې موخه یې د پولیسو رنجر موټر وه.

د پېښې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي.

د فاریاب د امنیه قومندانۍ ویاند، کریم یورش څرګندوي:«دا پېښه نن د المارو په ولسوالۍ کې شوې ده. د پېښې په اړه د پولیسو څېړنې پيل شوې دي او هڅې د عاملانو د نیولو په موخه روانې دي.»

په همدې حال کې د یاد ولایت د عامې روغتیا ریاست د یو شمېر ټپيانو حالت د اندېښنې وړ بولي.

د عامې روغتیا رئیس، عبدالمعروف سمر وايي:«د پېښې د ټپيانو حالت د اندېښې وړ دی او ډاکټران یې پر درملنې بوخت دي.»

دی زیاتوي، په دې پېښه کې یوه پولیسو خپل ژوند له لاسه ورکړی او د بل پولیسو په ګډون ۱۶ تنه ټپيان دي.

ښاغلي سمر زیاته کړه چې په ټپیانو کې ماشومان هم شامل دي.

تر اوسه کومې ډلې د پېښې مسوؤلیت پرغاړه نه دی اخیستی.

چارواکي زیاتوي چې پېښه له غرمې مخکې د المارو په ولسوالۍ کې په یوه بوشکه کې د چاودېدونکو توکو ځای پرځای کولو له امله رامنځته شوې چې موخه یې د پولیسو رنجر موټر وه

شریک یي کړئ