د فاریاب پولیس وايي چې د طالبانو لخوا د دغه ولایت پر خواجه سبزپوش ولسوالۍ د څو توغندیو د توغولو په پایله کې ۱۴ ولسي وګړي وژل شوي او ۳۹ تنه نور ټپيان دي.
د فاریاب امینه قومندانۍ ویاند عبدالکریم یورش وايي چې دغه پېښه نن سهار (جمعه د چنګاښ په ۱۴مه) رامنځته شوې ده.
هغه وايي په قربانیانو کې ماشومان هم شامل دي.
د هغه په وینا، د دغه پېښې ټول ټپيان د درمنلې لپاره روغتون ته استول شوي او د ځينو ټپيانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.