Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

فاریاب کې د ۱۰طالب وسله‎والو وژل کېدل

د هېواد په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو په فاریاب ولایت کې د  افغان ځواکونو په هوايي بریدونو کې د ۱۰طالب وسله‎والو له وژل کېدو خبر ورکوي.

د یادې قول اردو په خبرپاڼه کې نن(سې‎شنبې د غويي په ۳۱مه نېټه) راغلي دي چې افغان ځواکونو د فاریاب په دولت آباد ولسوالۍ کې د طالبانو پر دریوو مرکزونو هوايي بریدونو کړي دي.

د خبرپاڼې له مخې هوايي بریدونه د دولت آباد ولسوالۍ په قوزي بای کلا، کهنه بازار او قریش کلیو کې ترسره شوي دي.

 په بلخ کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو خبرپاڼه کې راغلي دي چې هوايي بریدونو کې ملکي کسانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

فاریاب کې د ۱۰طالب وسله‎والو وژل کېدل

په بلخ کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو وايي چې په دې هوايي بریدونو کې ۶ طالبان ټپیان شوي هم دي

شریک یي کړئ