د فاریاب ولایت سیمهییز چارواکي وايي د ماین په چاودنه کې اووه ماشومانو د ژوند له لاسه ورکړی دی.
دا چارواکي زیاتوي چې چاودنه تېره ورځ جمعه(د وږي۳۰مه) شوې ده او په ترځ کې یې پنځه ماشومان هم ټپیان شوي دي.
د شیرین تګاب ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ د جنایي جرمونو سره د مبارزې امر، غلام علي وایي، دغه پیښه په کوه صیاد سیمه کې چې تېره اوونۍ د طالبانو تر ولکې لاندې وه رامنځته شوې ده.
ښاغلی علي زیاتوي، طالبانو دغه ماین د امنیتي ځواکونو د نښه کولو په موخه خښ کړی وه، خو په سیمه کې ۱۱ ماشومان پر دغه ماین برابر شوي دي او چاودنه یې کړې ده.
د چاودنې له کبله د دوو ټپي شویو ماشومانو روغتیايي حالت د اندیښنې وړ دی او پېښې یې پرې شوې دي. دا ماشومان د درملنې په موخه جوزجان ته لېږدول شوي دي.