Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

فاریاب کې نښته؛ دفاع وزارت د ۱۷ طالبانو له وژل کېدو خبر ورکړ

د هېواد دفاع وزارت پر فاریاب ولایت د طالبانو د برید له مخنیوي  خبر ورکوي.

د یاد وزارت خبرپاڼه کې نن(سې شنبې د زمري په ۸مه نېټه) وايي چې د برید مخنیوي په ترڅ کې ۱۷ طالب وسله وال وژل شوي دي.

د خبرپاڼې له  مخې طالبانو تېره ورځ د فاریاب دولت اباد "قوزي باي کلا" او د المارو"چغتک" کلیو کې د افغان ځواکونو پر پوستونو بریدونه کړي او د یادو ځواکونو له سخت مقاومت سره مخامخ شوي دي.

دفاع وزارت وايي چې نښته کې له سرتېرو سره د هوايي ځواک مرسته هم مله وه.

خبرپاڼه نښتو کې د طالبانو د پوځي مرستیالو په ګډون د ۱۱ له ټپي کېدو هم خبر ورکوي.

همداراز ویل شوي چې نښته کې د طالبانو یو مرکز او ۳ موټر سایکلونه هم له منځه تللي دي.

طالبانو په دې تړاو څه نه دي ویلي.

شریک یي کړئ