Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

فاریاب کې ۱۷ افغان سرتېرو ژوند له لاسه ورکړ

یو شمېر سرچینو طلوع نیوز ته ویلي دي چې د فاریاب ولایت په غورماچ ولسوالۍ کې «چینايي» اډې کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتو کې ۱۷ افغان سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی دی.

دا سرچينه زیاتوي چې دې نښتو کې ۲۵ افغان سرتېري ټپیان دي.

یو شمېر سرتېرې او افسران چې په دې اډه کې کلابند دي په ټلفوني اړیکه کې وايي چې طالبانو تېره ورځ(شنبې د زمري۲۰مه) سهار کابو لس بجې خپل بریدونه پیل کړل.

دا سرتېرې وايي چې طالبانو دا اډه کلابنده کړې، که مرستندویه ځواک ورته ونه رسیږي، نو نور سرتېرې به هم ژوند له لاسه ورکړي.

دوی وايي چې کابو له یوې میاشتې راهیسې د طالبانو په کلابندۍ کې وو.

دا په  داسې حال ده چې له درېیو ورځو راهیسې په غزني ولایت کې د افغان ځواکونو او طالب وسله ‎والو ترمنځ نښتې روانې دي. که څه چې حکومت وايي مرستندویه ځواک رسېدلی، خو داسې راپورونه شته چې لا هم طالبان په ښار کې پر نښتو بوخت دي او پوستې یې جوړې کړې دي.

د فاریاب «چینايي» اډې کې یو شمېر کلابند پوځیان وايي چې اوس مهال نښتې کمې شوې دي، خو که مرستندویه ځواک ونه رسیږي، نو هلته ټول سرتېرې به ژوند له لاسه ورکړي

شریک یي کړئ