فاطمه سلطاني هغه پېغله ده چې د افغانستان تر ټولو لوړه څوکه د ۷۴۹۲ مټره لوړوالي سره فتحه کړه.
دغه اتلس کلنې غرختونکې له یوې ۹ کسیزې ډلې سره د ۱۷ ورځو په لړ کې د هېواد په شمال ختیځ کې د نوشاخ لوړه څوکه فتحه کړه.
دا له ننګونو ډک خو بریالی مزل یې نهه ویشت ورځې وړاندې له کابله پېل کړ.
د نوشاخ څوکې فاتحه فاطمه سلطاني وايي:«د غرختنې څانګه واقعاً ډېره سخته هغه ده، هر څوک یې نه شي کولای ترسره کړي که چېرې د نجونو لپاره زمینه برابره شي، کولای شي دغه رشته په ښه توګه ترسره کړي.»
نوشاخان په بدخشان کې د افغانستان تر ټولو لوړه څوکه ده.
د غرختونکو دې نهه کسیزې ډلې د غر ختنې په څو کلنو تجربو سره د نوشاخ څوکې ته د ختلو لپاره یوه میاشت په پنجشیر سالنګ او نورو ځایونو کې تمرین کړی و.

د افغانستان هایک وینچر ډلې مشر علي اکبر سخي څرګندوي:«له هغې وروسته لکه چې له ملګرو سره مو پلاون جوړ کړ چې د نوشاخ څوکې ته ولاړ شو او لومړنی تاریخي پروګرام جوړه وو چې موږ د غره ختنې لومړنۍ ډله چې د بهرنیو له مرستو پرته وکړای شو نوشاخ فتحه کړو.»
دا غر ختونکي د نوشاخ څوکې ته له ختو وروسته بېرته په همغو بړو سره د نوشاخ له څوکې راښکته شول.
خو کنګلونه، کمرونه او د شپې تیارې د فاطمې او د هغې د ملګرو پر وړاندې هغه ننګونې وې چې د هغوی له ډلې یې څو تنه ټپيان کړل.
غر ختونکی طاهر سلطاني وویل:«کله چې واوره ویلې کېده بېرته کنګل کېده حتا له موږ سره اوزار نه شوی کولای ټينګ شي له همدې امله ښویېدو.»
دا د افغانستان د هایک وینچر د غرختونکو ډله د هېواد له بېلابېلو ولایتونو نه تر ۲۰۰ پورې غړي لري. فاطمه سلطاني د دې ټولې تر ټولو ځوانه غړې ده چې د سوکوهنې سپورټ هم کوي.