Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

فرانسې د خپلو وګړو وژنه کې د ښکېلو طالب بندیانو نه ازدول غوښتي

فرانسې له افغان حکومته غوښتي، هغه طالب بندیان دې نه ازادوي چې د دغه هېواد د وژنې په تور نیول شوي دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې تېره ورځ(شنبې د زمري په ۲۵مه نېټه) د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت له افغان حکومته غوښتنې کړې "څو طالب جنګیالي" چې افغانستان کې د فرانسې د وګړو وژنې په تور محکوم شوي وو، د ۴۰۰طالب بندیانو په ډله کې نه راولي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې راغلي دي:«فرانسه اندېښنه لري په هغو بندیانو کې چې ازادیږي، ځیني  ترهګر هم شامل وو چې د افغانستان کې د فرانسې وګړو وژنو باندې تورن دي.»

خبرپاڼه همداراز څرګندوي:«موږ د افغانستان له چارواکو غوښتنه کړې ده چې د ترهګرو ازادولو په برخه کې اقدام ونکړي.»

تر اوسه د ۴۰۰ بندیانو له ډلې ۸۰ یې ازاد شوي دي. دا بندیان د افغانانو ترمنځ د خبرو لپاره وروستۍ خنډ بلل کېده.

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت د زمري په ۱۷مه نېټه سولې مشورتي لویې جرګې په رابللو سره د طالبانو د ۴۰۰ زندانیانو ازادولو سره هوکړه وکړه.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې له مخې ټاکل شوې وه چې افغان حکومت ۵ زره طالب بندیان ازاد کړي، خو وروسته بیا په دغه ډله کې پر ۴ سوو بندیانو  اختلافونه راپورته شول.

د افغانستان حکومت تر اوسه پورې په دې  تړاو غبرګون نه دی ښودلی.

د بندیانو ازادولو په تړاو د ولسمشر د صادر شوي فرمان څخه د شپږو ورځو په تېرېدو سره لا هم ۳۲۰ بندیان په بند کې دي او د ملي امنیت شورا هم په دې اړه څه نه دي ویلي.

داسې ښکاري چې د بندیانو ازادولو کې ځنډ د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو پیل لپاره خنډ دی او ځکه دا خبرې تر اوسه نه دي پیل شوې.

شریک یي کړئ