Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

فراه؛ د نسکورې شوې چورلکې د قربانیانو پر جسدونو چنې

تېره اوونۍ د فراه او هرات تر منځ د چورلکې په نسکورېدو کې د فراه د ولایتي شورا د غړو په ګډون ۲۷ تنه ووژل شول. 

له پېښې نږدې اوه ورځې تېرېږي، چې د قربانیانو د جسدونو په اړه تازه چنې او څرګندونې رسنیزې شوې دي. 

د فراه امنیتي چارواکي وايي د پېښې د قربانیانو جسدونه له طالبانو سره  دي، چې له ډلې يې ۱۲ جسدونه د پیسو په بدل کې کورنیو ته سپارل شوي دي. 

د پلي دویمې لوا قومندان ذکریا میرزا وايي: «پر هر جسد پنځه لکه افغانۍ اخیستل شوې دي، دا خلکو ته پرېږدو، د دین علماوو ته، د انسان وجدان ته، چې د طالبانو دا کار چې مړي خرڅوي په کوم دین کې روا دی؟»

طالبان د جسدونو په بدل کې د پیسو اخیستل ردوي او مني چې یوازې د دوو مېرمنو او دوه نور جسدونه چې وضعیت يې خراب و، کورنیو ته سپارلي دي او پاتې به تر هغو تسلیم نه کړي، تر څو حکومت پر جنرال رازق د بریدګر جسد ور ونه سپاري.

په چورلکه کې د قرباني  شویو کسانو کورنۍ پر طالبانو غږ کوي چې تر دې معاملې تېر او جسدونه دې کورنيو ته وسپاري. 

عبدالخالق حمیدي چې چورلکه کې يې یو خپلوان له لاسه ورکړی وايي: «د انسان چې روح لاړ شي هډوکي یې څه کوئ، د ا جسدونه څه کوئ، تر څو ورځو به يې وساتئ؟ دا خو ژوندي انسانان نه دي چې تاسې ډوډۍ او اوبه ورکړئ، جسدونه څه کوئ، بیا ځان ته اسلام هم وایاست؟»

تېره ورځ د ملي دفاع وزارت ومنله چې د پېښې د قربانیانو جسدونه ورک دي، خو ټینګار يې وکړ چې دوی يې په لټه دي. 

د فراه ځايي امنیتي چارواکي وايي په اناردره کې يې عملیات پیل کړي او دعوه کوي چې د پنځه سوه کیلو ګرامه چاودېدونکو توکو په ګډون يې دوه ټپي طالبان هم نیولي دي، خو د چورلکې د قربانيانو د جسدونو په اړه يې څه نه دي ويلي. 

که څه هم دولتي چارواکي وايي چې دغه چورلکه د ډېر وزن، زړښت او هوا د خرابوالي له امله غورځېدلې ده، خو مني چې د طالبانو په سیمه کې لوېدلې او تر څو چې طالبانو د جسدونو د تبادلې خبر نه و ورکړی، دوی په دې اړه خوله پټه نیولې وه.
 
طالبان وايي یوازې څلور جسدونه يې کورنیو ته سپارلي دي او پاتې به تر هغو تسلیم نه کړي، تر څو حکومت پر جنرال رازق د بریدګر جسد ور ونه سپاري.

شریک یي کړئ