Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

فراه؛ د نسکورې چورلکي، قرباني جسدونه لا هم کورنیو ته نه دي رسېدلي

په فراه کې د چورلکې له لوېدو شاوخوا دوه اوونۍ تېرېږي خو لا هم د دې چورلکې په نسکورېدو کې د قربانیانو کورنۍ د مړو جسدونو ته سترګې پر لار دي. 

د ولسي جرګې غړي په دې اړه حکومت په بې غورۍ او بې وسۍ تورنوي، چې په دوو اوونیو کې يې ونه وشو کولی حتی د قول اردو د مرستیال مړی د هغه کورنۍ ته وسپاري. 

د ولسي جرګې غړی قدرت الله ذکي وايي: «دوی [امنیتي چارواکو] د قول اردو د مرستیال جسد تر لاسه نه کړای شو، جسدونه يې خرڅېږي.»

په ورته وخت کې لوی درستیز محمد شریف یفتلي وايي طالبان پر جسدونو پیسې اخلي: «تاسې پخپله طالبان مقایسه کړئ، دوی پر اجسادو باج اخلي، دا قضاوت تاسې وکړئ، تاسې رسنۍ يې دنیا ته ورسوئ، چې د طالب لید او مفکوره څه ده، د خپل هېوادوال پر جسد پیسې اخلي.»

طالب ویاند پر جسدونو د پیسو اخیستل ردوي، خو ويلي يې دي، تر څو حکومت پر جنرال رازق د بریدګر جسد ور ونه سپاري، دوی به دغه جسدونه ور نه کړي. 

د ولسي جرګې غړی سمیع الله صمیم ولسمشر غني پر کمپایني هڅو بوخت بولي او وايي چې د ولس وينې ورته ارزښت نه لري: «که د اعلی سرقومندان په توګه د ولسمشر باور دا وي، چې یوازې پر کمپایني هڅو بوخت وي [نو] په افغانستان کې په تېره فراه کې د انسان د وینو تویول ورته ارزښت نه لري.»

یوه اوونۍ وړاندې د فراه ځايي امنیتي چارواکو وویل په اناردره کې چېرته چې دا چورلکه نسکوره شوې، دوی عملیات پیل کړي خو لا يې هم د پېښې د قربانیانو د جسدونو درک ونه لګاوه. 

دې چورلکه کې چې حکومت يې د تخنیکي ستونزو له امله نسکوره شوې بولي او طالبان يې د ویشتلو دعوه کوي، د فراه د ولایتي شورا د رییس، د شورا د غړې او د ۲۰۷ظفر قول اردو د مرستیال په ګډون پکې ۲۷ تنه ووژل شول. 

شریک یي کړئ