افغان او بهرني لوړپوړي چارواکو د فراه ولایت امنیتي حالت وازولو.
په دې سفر کې د کورنیو چارو وزارت سرپرست، مسعود اندرابي، د دفاع وزارت سرپرست، اسدالله خالد او په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو قومندان سکاټ مېلر تېره ورځ(سېشنبې د وږي په ۲۶مه نېټه) فراه ولایت ته ولاړل.
د ملي دفاع وزارت له لوري په یوه خپره شوي خبرپاڼه کې ویل شوي چې یادو چارواکو د امنیتي حالت د ارزونې ترڅنګ د فراه ولایت سیمهییزو چارواکو سره هم لیدنه درلوده.
د خبرپاڼې له مخې امنیتي چارواکو د فراه ولایت له انار درې ولسوالۍ لیدنه کړې او په دې ولایت کې یې د امنیتي حالت د ښه والي ډاډ ورکړی دی.
فراه د هېواد یو له امنو ولایتونو څخه بلل کيږي چې تر ډېره د وسلهوالو طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو تر منځ پکښي سختې جګړې کېږي.