د فراه ولایت سیمهییز چارواکي د هېواد شلو ولایتونو لپاره د طالبانو د پوځي مسوول، ملا کامران له وژل کېدو خبر ورکوي.
چارواکي (سېشنبې د تلې په ۱۶مه نېټه) زیاتوي چې ملاکامران د کوېټې شورا لخوا ګمارل شوی وو. نوموړی د فراه ولایت په خاک سفید ولسوالۍ کې د امریکايي ځواکونو په هوايي برید کې وژل شوی دی.
د فراه ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند، محب الله محب څرګندوي چې په دغه هوايي برید کې د لویدیځې حوزې لپاره د طالبانو پوځي مسوول، ملا صمد، او ملا اخندزاده د طالبانو درې مهم نور قومندانان هم وژل شوي دي.
ښاغلی محب زیاتوي چې یاد کسان په یوه موټر کې وو او د خاک سفید ولسوالۍ په نل دشت سیمه کې پرې برید شوی دی.
د امنیه قومندانۍ ویاند وايي، یاد طالبان یرغلییزو بریدونو د پلانولو په موخه فراه ولایت ته راغلي وو.