Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

فراه کې د نجونو یوه ښوونځي ته چاودنه ور کړل شوې

د فراه ولایت د ولایتي شورا غړی دادالله قانع د دوشنبې په ورځ (د وري په ۲۶ مه) وویل چې ناپېژانده وسله‎والو، د دغه ولایت د مرکز په توسک کلي کې د «بنفشه» ښوونځي ودانۍ د ماین له چاودنې سره ویجاړه کړې ده.

ښاغلي قانع زیاتوي چې دا پېښه د یکشنبې په ورځ رامنځته شوې ده.

ویل کېږي چې په دغه ښوونځي کې کابو ۵۰۰ نجونو زده کړې کولې. که‎څه هم روښانه نه ده چې د دغې پېښې تر شاه د چا لاس دی او د کومې موخې لپاره شوې، خو ځايي چارواکي وايي چې ټاکل شوې وه له دغه ښوونځي سږکال ځینې نجونې فارغې شي او شونې ده چې له دغه کار سره په مخالفت کې دا ښوونځی ویجاړ کړل شوی ووي.

دا په داسې حال کې ده چې تېر کال هم دا ښوونځی د ناپېژانده کسانو لخوا سوځول شوی یوو.

ټاکل شوې وه چې له دغه ښوونځي سږکال ځینې نجونې فارغې شي او شونې ده چې له دغه کار سره په مخالفت کې دا ښوونځی ویجاړ کړل شوی ووي.

شریک یي کړئ