Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

فراه کې د هوايي برید مرګ ژوبلې په اعتراض کې لاریون

د فراه ولایت د «پشت رود ولسوالۍ» ځينې اوسېدونکي په دغې ولسوالۍ کې د هوايي برید په پایله کې ولسي وګړو ته د مرګ ژوبلې په اعتراض کې نن (یکشنبې د لیندۍ په ۳مه) په فراه ښار کې په لاریون لاس پورې کړ.

لاریونوالو د دغې پېښې د وژل شویو کسانو مړي د فراه والي دفتر ته نږدې وړي او د دغو مُلکیانو د وژل کېدو د څرنګوالي غوښتونکي شول.

دغه لاریون کوونکي، ادعا لري چې تېره ورځ ماښام (شنبې د لیندۍ په ۲مه) په پشت رود ولسوالۍ کې د یوه هوايي برید په پایله کې، ۹ ولسي وګړي وژل شوي او اوه تنه نور ټپيان دي.

یو له دغو اعتراض کوونکو وايي:«تاسې د افغانستان یاست، زما وروڼه یاست؛ ستاسو په امر، پر ما بمبارد کېږي، ستاسو په حکم زموږ ماشومان وژل کېږي، ستاسو په حکم لمونځ کوونکي وژل کېږي.»

بل لاریون کوونکي هم وویل:«تېره ورځ ماښام، دوی شهیدان شول او اوس چې درې ساعته کېږي دلته (د والي دفتر ته څېرمه) یوو څوک زموږ پوښتنې ته نه دي راغلي.»

د فراه ځايي چارواکي که څه هم د پشت رود ولسوالۍ د ولسي وګړو د وژل شویو په اړه څه نه وايي، خو مني چې په دوه جلا عملیاتو کې چې په پشت رود او ګلستان ولسوالیو کې په لاره اچول شوي طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د فراه روغتون امر عبدالحکیم په دې هم مني چې د ۹ تنو مړي له اوو تنو ټپيانو سره دغه روغتون ته را لېږدول شوي.

لاریون کوونکي، ادعا لري چې تېره ورځ ماښام (شنبې د لیندۍ په ۲مه) په پشت رود ولسوالۍ کې د یوه هوايي برید په پایله کې، ۹ ولسي وګړي وژل شوي او اوه تنه نور ټپيان دي.

شریک یي کړئ