Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

فراه کې د چاودنې له امله ۸ تنه ولسي وګړي وژل شوي

د فراه د ولایت مقام د رسنیو دفتر د یوې خبرپاڼې له خپرولو سره ویلي په دغه ولایت کې د واټ ته‎څېرمه د یوې چاودنې له امله ۸ تنه ولسي وګړي وژل شوي او ۴۰ تنه نور ټپيان دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه ماین چاودنه د ګهیځ په ۴ بجو هغه مهال رامنځته شوه چې ۴۰۴ ډوله مسافر وړونکی موټر چې د واټ ته‎څېرمه پر ماین برابر شو.

خبرپاڼه وړاندې کاږي چې دغه موټر له هرات څخه د کابل په لور روان وه چې د بالابلوک ولسوالۍ په لخشک سیمه کې، د مخالفینو له خوا په ځای پر ځای شوي ماین برابر شو.

د خبرپاڼې پر حوالې، د وژل شویو په منځ کې ښځې هم شاملې دي او د ټپیانو په منځ کې ښځې او ماشومان دي.

د دغه پېښې ټپيان د درمنلې لپاره نېږدې روغتونونو ته استول شوي دي.

د فراه ځايي چارواکي د دې پخلی کوي چې په دغه ولایت کې د واټ ته‎څېرمه ماین چاودنې له امله ۸ تنه ولسي وګړي وژل شوي دي.

شریک یي کړئ