د فراه ولایت سیمهییز چارواکي (شنبې و وږي۲۴مه) وايي چې د پوځ یوې چورلکې نسکورېدو له کبله پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
دا چارواکي زیاتوي چې په وژل شویو کې دوه پیلوټان هم شامل دي.
د پژواک خبري آژانس د خبر له مخې دا پېښه تېره شپه کابو ۹ بجې د خاک سفید ولسوالۍ کې شوې ده.
د فراه ولایتي شورا غړی، دادالله څرګندوي چې چورلکه د ۲۰۷ ظفر قول اردو پر لور روانه وه.
د چورلکې د نسکورېدو لامل تخنیکي ستونزې بلل شوې دي.