Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

فراه کې یو امریکايي سرتېری ووژل شو

د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزارت یا پنټاګون تایید کړې ده چې د دغه هېواد یو سرتری فراه کې وژل شوی دی.

دغه وزارت ویلي چې سرتېری یې د جمعې په ورځ(د چنګاښ په ۱۳مه نېټه) د یوې ترافیکي پېښې له کبله وژل شوی دی.

د یاد وزارت د مالوماتو له مخې د دغه سرتېري نوم "وینسـټ سبستین ایبریا" دی.

پنټاګون د پېښې د څېړلو خبر ورکړی دی.

دمګړۍ امریکا په افغانستان کې شاوخوا ۸۶۰۰ سرتېري لري او د دوحې د هوکړې پر بنسټ، د دواړو خواوو له لوري د ژمنو په عملي کېدو سره امریکا باید د هوکړې له لاسلیک وروسته په ۱۴ میاشتو کې له افغانستان خپل ټول پوځیان وباسي.

دا په داسې حال کې ده چې له افغانستانه د شاوخوا څلور زره نورو امريکايي ځواکونو د اېستلو په تړاو د پنټاګون د هڅو په اړه د رپوټونو له خپرېدو وروسته، اوس د دغه هېواد د ولسي جرګې پوځي کمېټې داسې یوه طرحه تصویب کړې چې له مخې به یې، له افغانستانه د څلور زره نورو امریکايي ځواکونو د اېستنې مسله د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو تر پایته رسېدو پورې محدودوي.

د دغې کمېټې د رهبرۍ یوه غړې لېزچيني وايي، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو سره باید په دغه هېواد کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې بهیر زیانمن نه شي.

فراه کې یو امریکايي سرتېری ووژل شو

د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزارت د مالوماتو له مخې د دغه سرتېري نوم "وینسـټ سبستین ایبریا" دی.

شریک یي کړئ