د ملي دفاع وزارت د خبرپاڼې په خپرولو سره نن(شنبې د غويي۲۲مه) وايي چې په فراه ولایت کې له ترهګرو سره په نښتو کې ۱۶ افغان سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی.
خبرپاڼه زیاتوي چې دې نښتو کې ۴ نور سرتېري ټپیان دي.
همداراز ویل شوي دي چې نښتې تېره جمعه شپه هغهمهال پیل شوي دي چې یو شمېر ترهګرو د فراه ښار مرکز نسکورېدو په موخه بریدونه پیل کړ.
د خبرپاڼې پر طالبان د افغان ځواکونو سخت ځواب سره مخامخ شوي چې ۴۵ تنه یې وژل شوي او ۴۵ نور ټپیان دي.
طالبانو دا نښتې تائید کړې دي.