د فاریاب اوسیدونکي او په ولسي جرګه کې یې استازي وایي چې اوسمهال د فریاب ولایت په شپږو ولسوالیو کې سخته جګړه روانه ده.
دوی میمنې ښار ته د دولت وسلهوالو مخالفینو د نېږدې کېدو څخه اندیښمن دي.
د طالبانو د بریدونو له خطره د میمنې ښار ژغورنه په دې ورځو کې ددغو ځواکونو لومړیتوب دی.
په فاریاب ولایت کې په وروستیو میاشتو کې تر ټولو زیاتې جګړې شوې دي.
د ولسي جرګې غړې، فوزیه رووفي وايي:«په دولت اباد ولسوالۍ کې اوس جګړه ده، د انخوی په غجرآبادو کې د دښمن تحرکات شته.»
دغو ځواکونو د فاریاب د مرکز د ژغورنې لپاره د میمنې ښار په شاوخوا کې عملیات پيلوي او د بلچراغ، پشتون کوټ او ګرزیوان ولسوالیو پر لاره خپلو عملیاتو ته دوام ورکوي، د میمنې ښار په شاوخوا کې د مینونو ايښودل او د طالبانو فعالیت ددغو ځواکونو په وړاندې ننګونې بلل کیږي.
خو دغه ځواکونو خپلې لارې ته دوام ورکوي او د دوي یو مهم هدف په پشتون کوټ ولسوالۍ کې د طالبانو د مهمو مرکزونو نیول دي.
خلک د جګړې اصلي قربانیان دي دا د پشتون کوټ ولسوالۍ اوسېدونکي دي چې د خپلو کورونو پريښودلو ته اړ شوي دي.
د فاریاب د پښتون کوټ ولسوالۍ اوسېدونکی، عبدالله څرګندوي:«څنګه وکړو، مجبور یوو، هاوان راځي، ټول شهیدان شول.»
داسې ښکاري چې دا ځواکونه خپلو موخو ته نږدې شوي دي، د پښتون کوټ ولسوالۍ له دوو کلونو راهیسې د طالبانو لپاره امن سیمه بلل کیده اوس له دغې ډلې پاکه شوې خو د امنیت دوام په دغه ولسوالۍ کې اصلي پوښتنه ده.
دغه اوسيدونکي وايي د خپلو سیمو د امنیت د ساتلو لپاره غواړي د ولسي پاڅون والو په چوکاټ کې وسلې واخلي.
د ولسي پاڅون کوونکو غړی، نورالدین وايي:«موږ راغلي یوو چې خپل هېواد ته خدمت وکړو.»
د پښتون کوټ ولسوالۍ اوسيدونکي له حکومته غواړي په دې ولسوالۍ کې اقتصادۍ پروژې زیاتې کړي.
د فاریاب لوا د دوهم کنډک قوماندان، حامد سیفي څرګندوي:«د ښوونځیو دروازې تړلې دي، روغتون له ستونزو سره مخامخ، اوبه او برېښنا نشته، موږ دې مسایلو ته پام کوو.»
دغه عملیات د میمنې ښار د ژغورنې په موخه پيل شوي د فاریاب په شپږو ولسوالیو کې جګړه روانه ده او د دغه ولایت اوسیدونکي په خپلو سیمو کې د امنیت د ټینګښت غوښتونکي دي.