Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

فیض‎آباد کې نښته؛ طالبانو سره نښته کې دري افغان سرتيري ووژل شول

د بدخشان ولایت په فیض آباد ښار کې د افغان ځواکونو او طالب وسله‎والو ترمنځ نښته کې دریوو افغان سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی دی او څلور نور ټپیان دي.

سیمه‎ییز چارواکي وايي نښته تېره شپه(جمعه د لړم په ۱۸مه نېټه) د فیض آباد ښار په شپږمه ناحیه کې هغه مهال شوې ده چې طالبانو د افغان ځواکونو پر یوې پوستې برید کړی دی.

د بدخشان ولایت د امنیت آمر، محمد طارق ضیاپور وايي:« له بده مرغه طالبانو تېره شپه کابو لس بجې پر شپږمې حوزې برید وکړ او په کمین کې یې زموږ درې سرتېري شهیدان شول او څلور تنه نور ټپي شول او یو طالب هم ووژل شو.»

خو د پيښي شاهدان وايي وسله‎والو طالبانو د شپنګل له کلي څخه پر یاده پوسته برید تر سره کړی دی.

د پېښې شاهد، ضیا وايي:« طالبان له درې نه راښکته شول او په ښخونو کې یې کمین ونیولو، کله چې زموږ رنجر راغی دوی پرې ډزې وکړې او وتښتېدل.»

همداراز د ولایتي شورا غړی، جاوید مجيدي زیاتوي:« دا د سیمه ییزو چارواکو ضعف دی چې د مرکز امنیت نه شي ساتلی او باید ځواب اوايي او عاملان یې ونیسي.»

د بدخشان ولایت اوسیدونکي د دغه ولایت په مرکز فیض اباد کې د وسله‎والو طالبانو شتون او فعالیتونه د اندېښي وړ ګڼي.

د بدخشان اوسېدونکی، حنان وايي:« موږ د شپې خوب نلرو، هره شپه برید دی، د ډزو غږ دی، که طالبان د ښار د ننه برید کوي، نو ولسوالۍ خو ژر نیسي.»

د بدخشان ولایت اوسیدونکي د پوښتني په ډول د دغه ولایت له سیمه ییزو چارواکو غواړې چې څه ډول وسله‎وال طالبان د والي دفتر په یو کیلو متري پر یوې امنیتي پوستي برید کوي؟ په داسې حال کې چې د والي مرستیال په چین کې دی د بدخشان ولایت امنیه قوماندان له دندې ګوښه شوی او د دغه ولایت والي د تېرو څو ورځو راهیسي په تخار ولایت کې اوسیږي.

د بدخشان ولایت اوسیدونکي د دغه ولایت په مرکز فیض اباد کې د وسله‎والو طالبانو شتون او فعالیتونه د اندېښي وړ ګڼي

شریک یي کړئ