د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د جمعې په ورځ (مرغومې په ۲۷مه) په واشنګټن کې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مایک پومپیو سره په لیدنه کې د اسلام اباد او واشنګټن ترمنځ د اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې وايي چې ښاغلي پامپيو او پاکستاني سیال یې ښاغلي قریشي د افغان سولې په اړه د امریکا او پاکستان د همکارۍ او همدارنګه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې.
ښاغلي قریشي د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ واشنګټن ته ولاړ او تمه کېږي چې هغه د امریکا له نورو چارواکو سره هم د افغان سولې په اړه خبرې وکړي.
هغه امریکا ته د خپل له سفره مخکې ویلي و، چې له عربستان سره د ایران د اختلافونه، د افغان سولې موضوع به له امریکايي چارواکو سره د هغه د خبرو اصلي چورلیز وي.