Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

قطر ته د افغانستان اسلامي جمهوريت د مرکچي پلاوي د سفر نه روښانتیا

په داسې حال کې چې تمه کېده، د افغانستان اسلامي جمهویت مرکچي پلاوی څلور ورځې مخکې قطر ته ولاړ شي، خو لا هم د دې سفر کره وخت څرګند نه دی.

خو د سولې په چارو کې د دولت وزارت وایي چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت پلاوی په قطر کې د بین الافغاني خبرو پېلېدو ته د تابیاوو د بشپړېدو په انتظار دی.

د سولې په چارو کې د دولت وزات ویانده  ناجیه انوري وايي:«په قطر کې د افغانستان د مرکچې پلاوي حضور ته شرایط چمتو دي. د مقابل لوري یا طالب ډلې له خوا ځينې ترتیبات تر کار لاندې دي، هغوی په خپل منځ کې بحث لري چې چمتووالی بشپړ کړي. او همدارنګه زموږ نړیوال شریکان او کوربه هېواد هم ځينې ترتیبات او چمتووالي ته اړتیا لري.»

د سولې د بین الافغاني خبرو له بهیره خبرې سرچینې وایي د هغو شپږو جنجالي طالب بندیانو نه لېږدېدل چې په تړاو یې ملاحظې شته د بین الافغاني خبرو د ځنډ یو بل لامل دی.

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند هم څرګندوي:«ځينې وړې تخنیکي ستونزې شته لکه د دریځ چمتووالی، د بیانیو متنونه او دا مسایل او ځینې نور مسایل او همدارنګه د شپږ طالب بندیانو لېږد بهیر هم نن بشپړ شي.»

د ملي امنیت پخوانی رییس پاکستان ته د طالبانو له سفر وروسته په دې ډله کې دننه ستونزې او د روغې جوړې د عالي شورا د غړو په معرفي کولو کې د ارګ او سپېدار تر منځ ستوزنې د سولې د خبرو پر وړاندې له اصلي خنډونو بولي.

د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل زیاتوي:«هغه نوملړ چې اوس راوتلی، تر ډېره لیدل کېږي چې اړتیا ده کورني اختلافونه حل شي او کړای شي له ځواکمن مبحث سره د افغانانو ترمنځ مذاکراتو ته داخل شي. له بده مرغه دا لوری تراوسه نه دی توانېدلی چې هغه اجماع رامنځته کړي، او تر ډېره د ګډوډۍ لامل شوی په ځانګړې توګه د ملي پخلاینې عالي شورا له اعلان وروسته او هغه طریقه چې اعلان شوه.»

یو شمېر سیاستوال په بین الافغاني خبرو کې پرله پسې ځنډ د افغانانو په ګټه نه بولي.
 
د افغانستان د ملي پېوستون د نهضت مشر سید اسحاق ګیلاني وویل:«دوی په خپل منځ کې تفاهم نه لري. هغه ډله چې مذاکرې ته ځي دوی ورته اجنډا نه ده چمتو کړې چې د هغې اجنډا پر مطابق خبرې وکړي. زه ډېرې سترې وېرې نیولی یم چې دا دوه تنه (اشرف غني او عبدالله عبدالله) د دوی خبرې دومره لرې وي چې په څلورمه او پنځمه ورځ امریکایان ورته پرېکړه ولیکي او وايي دا مو پرېکړه ده ولاړ شې او تطبیق یې کړئ.»

د سولې له بهیره ځينې خبرې سرچینې وایي چې ټاکل شوې ده؛ په دوحه کې د بین الافغاني خبرو د پېلېدو په مراسمو کې د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هم ګډون وکړي ؛ خو واشنګټن تر اوسه په دغو مراسمو کې د پومپیو ګډون نه دی تایید کړی .

شریک یي کړئ