Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

قطر ته د افغان مرکچي پلاوي سفر وځنډول شو

قطر ناسته کې له طالبانو سره د خبرو اترو په موخه د ګوندونو، سیاسي بهیرونو او د حکومت د استازو  جوړ شوي د ۲۵۰کسیز پلاوي سفر وځنډول شو.

ټآکل شوې وه یاد پلاوی نن(پنجشنبې د وري په ۲۹مه) دوحې ته سفر وکړي.

طلوع نیوز ته سرچینې وايي د پلاوي د جوړښت پر سر د اختلافونو له کبله دوحې ته د یاد پلاوي سفر تر نامالوم وخته پورې ځنډېدلی دی.

ټاکل شوې وه چې د دوحې ناسته سبا پیل او تر دریو ورځو پورې دوام وکړي، تر اوسه نه ده روښانه چې آیا د ناستې ترسره کول به هم ځنډېدلي وي او که نه؟

وروسته له دې چې حکومت د قطر ناسته کې د ګډون په موخه د ۲۵۰ کسانو څخه جوړ نوملړ اعلان کړ، طالبانو د پلاوي پر لویوالي هم نیوکې وکړې.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني دوحې ناسته کې د ګډون کوونکي پلاوي سره په ناسته کې وویل چې هېڅوک نشي کولی چې د دولت له چوکاټ نه بهر د خلکو استازې‎توب وکړي.

ښاغلي غني تېره ورځ (چهارشنبې د وري په ۲۸مه نېټه) له حکومتي چارواکو، سیاسي او جهادي څېرو سره په ناسته کې وویل اوس داسې یو تاریخي فرصت په لاس راغلی چې موږ په ژور فکر او بحثونو خپلې دایمي ستونزې حل کړو.

ولسمشر غني همداراز ټینګار کړی وو چې ستاسو ماموریت د افغانستان د ټولنې او دولت هیلې تمثیلوي او د ټول ولس عملي استازیتوب کوئ.

ده همداراز څرګنده کړې وه، د سولې لپاره ملي، اسلامي، سیمه ییز او بین المللي شرایط چمتو دي او  یوازې ولس پرېکړه کوي چې کوم شرایط او حدود مني او له کومو سره مخالفت لري.

هغه پلاوي ته په خطاب کې وي وو چې طالبان قانع کړئ څو دولت سره له مذاکراتو بغیر بله لار نه لري او د جنګ د ختمولو لپاره بله نسخه نه پیدا کېږي، زموږ خپل تاریخ راته وايي چې پردي ‎زموږ لپاره تصمیم نشي نیولی.

طلوع نیوز ته سرچینې وايي د پلاوي د جوړښت پر سر د اختلافونو له کبله دوحې ته د یاد پلاوي سفر تر نامالوم وخته پورې ځنډېدلی دی

شریک یي کړئ