Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

قطر غونډه: امریکا منلې چې خپل ځواکونه له افغانستانه بهر کړي

یوې سرچینې نن شبنې (د سلواغې په ۶ مه) طلوع نیوز ته ویلي چې قطر کې د طالب پلاوي او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ترمنځ خبرو اترو کې امریکا منلې چې خپل ځواکونه به له افغانستانه بهر کړي او همدارنګه طالبانو هم ویلي چې داعش او القاعدې ته به اجازه ورنه کړي چې په افغانستان کې فعالیت وکړي.

د دغې سرچینې په وینا، امریکا اوربند غواړي؛ خو طالبان وايي چې د امریکايي ځواکونو د وتلو مهال‎وېش دې مالوم شي چې له هغې وروسته دې اوربند وشي.

طالبان غواړي چې له اوربند سره، د سیمې هېوادونو ته په ځانګړې توګه پاکستان ته ګواښ متوجه نه وي.

سرچینه زیاتوي چې زلمي خلیلزاد له طالبانو غوښتي چې له افغان حکومت سره خبرې وکړي او دا مذاکره باید د اصلاحاتو په اړه وي؛ نه دا چې طالبان افغانستان ونیسي؛ خو طالبانو په دې اړه ځواب نه دی ورکړی.

د نه تایید شویو رپوټونو پر بنسټ، ښايي د احتمالي اوربند په لړ کې، د طالبانو استازي کابل ته راشي او له حکومت سره خبرې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په قطر کې د طالبانو او امریکا ترمنځ خبرې اترې له پنځو ورځو راهیسې دوام لري.

یوه سرچینه طلوع نیوز ته وايي زلمي خلیلزاد له طالبانو غوښتي چې له افغان حکومت سره خبرې وکړي او دا مذاکره باید د اصلاحاتو په اړه وي؛ نه دا چې طالبان افغانستان ونیسي؛ خو طالبانو په دې اړه ځواب نه دی ورکړی.

شریک یي کړئ