Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

قطر کې د سولې پنځمې ورځې خبرو سره بګرام کې پیچلی برید

قطر کې د طالبانو او امریکا متحده ایالاتو د استازو ترمنځ د خبرو په پنځمه ورځ، طالبانو د بګرام هوايي اډې ته څېرمه چې تر ډېره په کې امریکايي سرتېرې مېشت دي، برید وکړ.

برید چهارشنبې(د لیندۍ په ۲۰مه نېټه) په داسې حال کې پیل شو چې بریدګرو دوو موټر بمونوته چاودنه ورکړه او وروسته یوه غیرفعال روغتون ته د ننه شول. د کورنیو چارو وزارت ویلي چې برید کې اووه بریدګر ښکېل وو.

طالبانو له بریده کابو لس ساعته وروسته د اعلامیې په خپرولو سره وویل چې دغه برید د دوی کار وو او موخه یې امریکايي ځواکونه وو.

دا برید چې په وروستیو میاشتو کې بې ساری بلل کېږي، یو شمېر پوښتنې یې رامنځته کړې دي.

خبریال، سمیع یوسف‌زی په دې اړه وايي:«دې کې شک نشته چې امریکایانو د خبرو له پیله دا وېره درلوده چې د طالبانو هغه سرسختې کړۍ چې نه غواړي له امریکایانو او یا له حکومت سره خبرې وکړي بلکې غواړي چې له پوځې لارې خپل اسلامي امارت جوړ کړي، دوی ښایې د خبرو اترو سبوتاژ لپاره بریدونو ته دوام ورکړي.»

 تر اوسه دا نه ده څرګنده چې دا برید به د سولې پر خبرو اترو څه اغېره وکړي، خو په سپټمر میاشت کې کله طالبانو په کابل کې برید وکړي او له کبله یې ۱۱ افغانانو او یوه امریکايي سرتېري ژوند له لاسه ورکړ، د  امر یکا ولسمشر له طالبانو سره خبرې اترې ودرولې.

 له دې سره هم مهاله پخواني ولسمشر حامدکرزي له اسوشیتید پریس سره په یوه مرکه کې پر امریکا سختي نېوکي کړې، ښاغلي کرزي ویلي امریکا له یوې خوا د اوربند خبرې کوي او له بلې خوا په افغانستان کې لویو پوځي عملیاتو ته دوام ور کوي:« دا یو تناقص دی. تاسو د یوه اوربند غوښتونکي یاست او په همدې حال کې په یوه میاشت کې سلګونه بمونه زموږ پر هیواد غورځوۍ. دغه بهیر به موږ څنګه اوربند ته ورسوي»

په هېواد کې د تاوتریخوالي کموالی په قطر کې د امریکا او طالبانو تر منځ د خبرو له اصلي بحثونو بلل شوي او دا په دې مانا چې طالبان به لوی عملیاتونه، په ښارونو کې ځانمرګي بریدونه، په لویو ښارونو او لویو لارو کې عملیاتونه نکوي.

خو د ولسي جرګې غړي، بېلابېل نظرونه لري.

د ولسي جرګې د دفاعي کمیسیون رییس، میرحیدر افضلي وايي:« دا ښکاره کوي یو دا چې د طالبانو ترمنځ څو دلې دي او دوهم دا چې ښایې له طالبانو بغیر نورې مخالفې ډلې دي چې په افغانستان کې فعالیت کوي.»

د ولسي جرګې غړی، اسماعیل عتیق زیاتوي:« لکه څنګه چې مو مخکې ولیدل، نه غواړو چې دا بهیر درول شي، او له بلې خوا هیله لرو چې داخبر پایلې ته ورسیږي.»

تر دې مخکې په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند د امریکا او طالبانو تر منځ د هوکړې د لاسلیک پر څرنګوالي د خبرو له دوامه خبر ورکړی و.

خو له دغه بهیره مالومات لرونکې سرچینې وایي چې، تر اوسه دواړه لوري د تاوتریخوالي د کمښت، اوربند، او د افغانانو تر منځ ناستې په اړه سره هوکړې ته نه دي رسیدلي.

په هېواد کې د تاوتریخوالي کموالی په قطر کې د امریکا او طالبانو تر منځ د خبرو له اصلي بحثونو بلل کېږي

شریک یي کړئ