Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

"قیصاري له ۱۵۰ وسله والو سره د امنیتي ځواکونو په وړاندې جنګېږي"

د بلخ امنیه قومندان وايي چې د فاریاب قیصار ولسوالۍ پخوانی امنیه قومندان نظام الدین قیصاري د ۱۵۰ تنه وسله والو سره د مزارشریف په پنځمه حوزه کې د امنیتي ځواکونو په وړاندې جنګېږي.

د بلخ امینه قومندان جنرال محمد اجمل فایض زیایوي چې د امنیتي ځواکونو او نظام الدین قیصاري ترمنځ نښته تېره شپه هغه مهال پیل شوه چې پولیسو غوښتل نظام الدین قیصاري ونیسي.

هغه زیاته کړه چې د نظام الدین قیصاري د نیولو حکم یې له هغې وروسته ترلاسه کړ چې د بلخ اوسېدونکو په قیصاري پورې د اړوندو کسانو له خوا د بې نظمۍ او زور ویلو له امله شکایت وکړ.

هغه زیاته کړه:«د هغو راپورونو له مخې چې موږ ته راغلل؛ کابو ۱۵۰ تر ۲۰۰ پورې نامسووله وسله وال کسان لري چې د هغه ډېری پرسونل هغه کسان دي چې له بنده ازاد شوي دي او یا هم له اعدامه خلاص شوي دي - یا هم قاچاق وړونکي دي - وژونکي دي - د هغوی په منځ کې هېڅ ښه سړی نشته.»

په مزار شریف کې د طلوع نیوزخبریال عارف موسوي وايي چې د امنیتي ځواکونو او قیصاري ترمنځ نښته روانه ده او امنیتي ځواکونو په دغې نښته کې له چورلکو کاراخیستی او د قیصاري کور د ملي پوځ د ځانګړو ځواکونو له خوا کلابند شوی دی.

دغو نښتو د مزارشریف ښار اوسېدونکي اندېښمن کړي دي.

د مزار اوسېدونکی بشیر مندوزی وايي:«واقعاً یوه وېرونکې شپه وه. ماشومان وېرېدل چې څه خبره ده؟ او موږ هغوی ته پلمه کوله چې د فوټبال په لوبه کې ګټوونکي شوي یوو... که چېرې د دغې پېښې په اړه یې خلک له مخکې خبر کړي وای موږ به ماشومان مناسب ځای ته لېږدولي وای چې نه وېرېدل.»

د بلخ بل اوسېدونکی کرام شاه هم زیاتوي:«د شپې له ۱۱ بجو جګړه پیل شوې وه تراوسه چې له تاسو سره خبرې کوم جګړه دوام لري.»  

بلخوا په دغو نښتو کې ځينې استوګنځي هم زیانمن شوي. د سیمې یو تن اوسېدونکی نجیب الله وايي چې کور یې د قیصاري اډې ته نږدې پورت دی او په دغې نښه کې یې کور ویجاړ شوی دی.

هغه زیاتوي:«د کور درې پوړونه مې ویجاړ شوي... امنیتي ځواکونه شپږ بچې راغلل او موږ یې له کوره ویستلو او تراسه یې اجازه نه ده راکړې چې کور ته ننوځو.»

نظام الدین قیصاري له هغې وروسته کله چې د ملي امنیت له بنده ازاد شو مزارشریف ته راغی. هغه په دغه ښار کې په زور ویلو او د ځمکو پر غصب تورن دی.

دغه نښته تېره شپه هغه مهال پیل شوه چې دولتي ځواکونو غوښتل نظام الدین قیصاري ونیسي خو د هغه ساتونکو پر امنیتي ځواکونو ډزې وکړې.

شریک یي کړئ